اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اکــمـل لــیـونـی


د سـتـرګــو ښــار ئي تـــه د بـنـړو په سـو کـولار ده
د ښــکـلــي اشــنـا چــم تــه د اغـزو په سوکو لار ده

هـر څوک چې د پئ مخو عاشقی کړي سر به بائیلی
د تورو سـنـګـیــنـونـو د نــیــزو پــه ســوکــو لار ده

نـادان وي چـې تـیـرؤځـــی د خــوبـانـو په ســوګــند
د ډیــرو پـیـشـانــو ګـیـلـو مـانـو پـه ســوکــو لار ده

زمـا پـښـتـون زړګـیـه مـحـکــم غــر شـه د فــولادو
منزل ته رســیـدل خــو د پــښــتـو پـه ســوکو لار ده

پتنګه لوګی کـیـږه مـرګ د ژونـد دی حقـیـقـت کې
دا وخت د امـتحان دی د لـــمـبو پـه سـوکو لار ده

واغــظـه تــه چـې ذکـــر د صــــراط کــــوی مـــدام
مـعلــومه ما اکــمل تــه د پــیــالــو پـه سوکـو لار ده

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←