غزل
دچـــا تېرى زغملى نـــــــه شمــــــــه زما پـــــــه خاوره
خالقه ږدمـــــــــه ککــــــرۍ دپښتونخوا پـــــه خاوره
وچـــاتــــه حق دخپل ناموس اوغيـــــرت نـــه ورکوم
دلته خونـــــه پرېږدمـــــه هڅـــــــوک دبابا پــــه خاوره
موږحق پرسته يــــــو،دچاپــــــه حق غاصبه نــه يـــــو
ګرانه ! شندلي مــــــــــوسرونــــــه دي بلا پـــــه خاوره
ته کــــــه د ورورمخې تـــــــه ودرې تاوان بـــــــه وکړې
واک به دي نه وي هسي ژوندبه کړې سبا پـــه خاوره
نـــــن يې دګلـــــوپــــــرځاى سرې سکـــــــروټې وکرلې
اسمانه ! ورکـــــــه شوه دلمرهغـــــــه ښکلا پـــه خاوره
راځي بـــــــه زما مزارتـــــــه خلګ د دوعا پــــــه خاطر
چرته کــــــه مړشومــــــه رښتنى پـــــه رېښتياپه خاوره
اې بشرملــــــه وخت بـــــــه دارنګه بدل شي بېرتــــــــه
کچکول بــــــه ګرزوي ملنګ بــــــه وي باچا په خاوره
