اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دښکليوتررخساره

که وعده ماته کړي نوموږ هم ترانکاره رسو
پښتانه خلګ يوپه يوه خبرترداره رسو

مټوکي زورلرورقيب راته کتلاى نشي
مست مست زلمي يوپه رڼاورځ ترخپل ياره رسو

دهمت کريږي مواوس هم هسي ياغي پاتي دي
دسترګورپ کي ترډهلي له کندهاره رسو

دعشق نغمي يويودرزن زړونه په شورراولو
له سپېروګوتورالټيږوځوترتاره رسو

لکه تسبح يې يوپه بل پسي ټک ټک اړوو
د ملاخبره تر هغوچي تر ستا ر ه ر سو

ذاهده ته دي خپل دحوروخوب په ويښه وينه
موږ شپه وهلې ده پيالوته ترسهاره رسو

دشاعرخيال يوبس وهرڅه ته مولاس رسيږي
بې قيدوشرطه تل دښکليوتررخساره رسو

تکل مووکړبستره موراپرڅټ کړه داده
اوس به ضرورنوياتريارياتراغياره رسو

دجمالياره دايويوښکلى مونه ګيره وي
باغي حرم ته به پردې نيولې لاره رسو


کوټه سهیلي پښتونخوا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←