غزل
هر څه دي خداي ورکړي خو نيتونه يي ښـــــــــه نه دي
مخونه يې تک سپين دي ولي زړونه يې ښـــــه نه دي
ددوي په ژبه قول چي بېخي باور ونه کــــــــــــــــــــــــړې
داخلګ ګفتارښه کړي،عملونه يې ښــــــــــــــــــه نه دي
اوس هم پکي ورور پاسي کړي دورورسره جنـــګونه
داکور ډير ښايسته دئ ديوالونه يې ښـــــــــــــــه نه دي
زموږ ورسره هاغسي دفکر تضاد شتــــــــــــــــــــــه دئ
زموږ باچا خوله ښه لري کارونه يې ښـــــــــــــــــه نه دي
غاصبه له تا مخکې دلته ډير توبه ګار شــــــــــــــــــوي
چي ما ګوزار ورکړى پر هرونه يي ښـــــــــــــــــــه نه دي
يو ځل که ترې فنا شوې بيا دي نه کــــــــــــوي پوښتنه
کوچيه آشنا ښه دئ عادتونه يي ښــــــــــــــــــــــــه نه دي
رښتياتاداخبره خپل کوچني ريبيـــــــــــــــــــــارته کړې
کوچى راباندي ګران دى خوشعرونه ئې ښـــــــه نه دي
لېږونکى : رفيع الله مندوخېل
