اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

پښتو پرمختيا دپاره هڅى

ستا سوچ او زما د کتو طريقه ده جُدا جُدا
ستا د دهوکې او زما د وفا طريقه ده جُدا جُدا

تاته چي کله وخت درپيدا سى، نو تۀ سوچ کوه
زما لار ستا د منزل د نشان نه ده جُدا جُدا

دا وخت او دا موسم به آخر هم ختم سي
زما د کلى موسم او ستا د ښار هوا ده جُدا جُدا

چا په زړۀ کښې وساتلم او چا ښيرې راته وکړي
زما د زړۀ زخمونه او ستا قراري ده جُدا جُدا

ځوانى او حُسن به ختم سي، تير په سي دا وخت
ستا ښائسته حُسن او زما ځواني ده جُدا جُدا

زۀ خو تا سره کړم ساده مينه،نه لرم په زړۀ کښې فيشني مينه
ستا فيشني زندګۍ او زما ساده زندګې ده جُدا جُدا

که مينه کوي نو ولي نعيم ته دهوکي ورکوي
ستا خوشحال ژوند او زما د غم نه ډکه زندګي ده جُدا جُدا

غزل
جانانه! تۀ خو نۀ معلوميدي
هر ګل او بهار کښې نه معلوميدي

زۀ خو درپسې ګرځم به هر خواته
ته خو په رڼا کښې هم نۀ معلوميدي

نه راته ګل خوند راکوى او نه خو بهار
دا څنګه مينه ده چى ته نۀ معلوميدي

راکول به دي ټول شپه مس کالونه
خو بيا هم سهار ته نۀ معلوميدى

نعيم خو په ټوله نړۍ کښې وکتلي
جانانه! دا څنګه جدائى ده چى ته نه معلوميدى

***
تاته به په زړۀ کښې ځائې درکوم ته خوراسه يووار
د ټولى دنيا څخه به دى پټه کړم ته خو راسه محمد نعيم کاکړ /کوئټهيووار

يوه وعده راسره وکړه ته خونه را زۀ جدا کيږى
ستا هر ناز به پر سر واخم ته خوراسه يووار

بې وفا هم ئې او وفا هم لرى زما جانانه....!
زۀ به خپل خدا رضا کړم ته خوراسه يووار

لاره خو د نعيم څخه لرى ده خو په سترګو ئى وينى
د زړۀ هر درد به برداشت کړم ته خوراسه يووار


محمد نعيم کاکړ/کوئټه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←