اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پيوند

پيوند پيوند کالى مې مه ګوره زړګى مې ګوره
په لباس نه ده غيرتې ښائسته تندى مې ګوره

په شونډو نشته ده خندا زخمې زخمې شو وطن
يمه مشغول په ټکورونو خوږ لالى مې ګوره

زۀ چى هر کله ليونى ستا په کوڅو کښې ګرځم
ګريوان ته مه ګوره په پشه تللى ازغى مې ګوره

د تاريخ پاڼو ته مې لګ په زير او زوراو ګوره
د تورې شرنګ بيا هيبت ناکه ليونى مې ګوره

وس چه په زړۀ باندى زخمې يم اُميدونه لرم
ژوند د مړانى دنيکه لږ پخوانى مې ګوره

سترګى مې سرى دى د خړسترګو ياري نه کومه
دهمت نښه لرم ول په ول پټکى مې ګوره

چه د نيکه په پل روان يمه قدم په قدم
نو توتاخيله! په غليم باندي برى مې ګوره

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←