جنــــــازه کلــي تـــــه راورسېــــــده
داغزل ارواښاد حاجي ښايسته خان زما دتره زوى وو په دوبۍ کې شهيد شواو تنکى ځوان ارواښاد نظرخان زما وراره وو چې دواړه په يوه اوونۍ کې له فاني دونيا څخه وکوچېدو داهغوي ته ډالۍ کوم ) بشرمل ناصر
پـــه څــــــه ارمــــــان جنــــــازه کلــي تـــــه راورسېــــــده
ده ښايسته خــــــــان جنازه کلـــــي تـــــه راورسېــــــده
دوير سپېره ګرځونــــه پورتـــــه شو لـــه ښکلې کوڅې
چـــــې دجـــانـــــان جنـــــازه کلــــي تــــه راورســــېــــده
نن دشهـــيد مسافـــــرپاتـــــه شـــــوې تڼاکـــــې پــرزړه
چې پـــــه خپګــان جنـــــازه کلــــــي تـــه راورسېــــــــده
ماشــــوم صفيـــان خــــوورغوټې کړې پـه څېره د بابا
چې يې دګـــــــران جنــــــازه کلـــي تــــه راورسېـــــــده
لامې يوغم زوړ کړى نــــــــه وو چې بل غم پرراغى
د نظــــرخـــــان جنــــــازه کلـــــــي تــــه راورسېــــــده
باداره زغـــــــم دتــــــېرولو بشرمـــــــل تــــــه ورکـــــړې
ده تنـکي ځـــــــوان جنــــــازه کلي تــــــه راورسېــــــده
