مسافر شهيده
چې توره شپــــه شي اوماښام شي وايم اوس به راځي
دژوندفکـــــرونه را تمـــــام شي وايـــــم اوس بــــه راځي
دمسافـــــردراتلــــــوږغ واورم پـــــه کلــــــي کــــــــــې زه
ماتــــه راياد ښکلى ګلفـــــام شي وايم اوس بـــه راځي
لــــه کـــوره ليري مسافر بــــــه بېرتـــه هم راستون شي
کــــه تورلحديې پــــه يوګام شي وايـــم اوس به راځي
زړه مــــې لااوس هــــم دوصال پـــــه تمــه ژوند تېروي
پـــــه تــــوروخاوروکې نهــــام شي وايــم اوس به راځي
چې سترګې پټي کــــړم يادونه يې پــــه خيال کې راځي
وختــــه! شېرين خوب مې حرام شي وايم اوس به راځي
ګنــــي دصـــــبرکاڼى کېښــــږدم پـــــه زخمـــــي زړګـــــوټي
مــــاشـــــوم ارمان مې ورتـــــه پام شي وايم اوس به راځي
دبشرمـــــل ځـــــواني لـــــوخړه شــوه دغــــــم پــــــه اورکـــې
لاپـــــدې هيـــــله يې مـــــدام شـــي وايــم اوس بــــــه راځــــي
غزل
ديـــــاردکلي سوړشمال و چې پــــه خــــــوب ويـــده شوم
زړه مې په نه څه ترې خوشال و چې په خوب ويـده شوم
دهجرشپې تـــــه مې پـــــه هغــــه وخت کـــې ماتې ورکــړه
پـــــه مينه مـــــاکړى وصال و چې پـــــه خوب ويــــده شوم
تـــــرســـرمې شيى لاس کـړ رالاندې دجانــان پـــــه نامــــــه
دايـوانعــــام د ذوالجلال و چې پــــه خوب ويـــــده شــــوم
چــې پـــــه روڼـــــو چيـــــنو مـــــې دواړه لپې پرېمــــنځلـــــې
دادجــــانان دحٌسن خيال و چې پـــــه خوب ويـــــده شـــــوم
لــــه مــــا هـــېرشوى وو چې خوب سړى تــــه څنګه ورځـــي
اې بشرملـــه څـــــه کمــــال و چې پــــه خــــوب ويـــده شوم
کلات 12/7/2010
