اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

دا ده ګلونو ده بهار لوپټه
ستا ده مقیشو د سینګار لوپټه

چه خوشبویانې د سپرلې خورې شوې
چا ئې کړه پورته د رخسار لوپټه

ستا د دیدن په یو ارمان زاړه شوه
زما په سر ده انتظار لوپټه

پکښې پیوندونه د غربت ښکارې
زما شلیدلې تا رپه تار لوپټه

نرۍ نرۍ ده پکښې ټوله ښکارم
اشنا راوړې ده د ښار لوپټه

چه ده حیا او ده عزت وي ساده!
ماله یوه داسې ده پکار لوپټه


Ghazal
By:Habib Ullah

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←