غزل

په بېګانــــــه سړي لمرينـــــه دېــــــوال وګــرځېدى
دياقـــــوتي کاڼـــــو زرينـــــه دېــــــوال وګــــرځېـــدى
اوس په خپل کورکې رانه شل ځايه پوښتنه کوي
دګل پــــرپاڼــــويې رنګينه دېـــــوال وګـــرځــــېدى
دچاپه لاس کې چې خنجر وو اوخونکارسړى وو
دملغــــلرو پـــــرې حسينه دېـــــوال وګــــرځـــــېدى
دکلي تـــود موسم يې واړاوو بدل غـــــوندي شو
جانان تــــــه تلى نه شم واورينه دېوال وګرځېدى
دوخت مين بـــه يې ديدارکاوه لــــه بـره غـونډۍ
نن پــــه هغې ښکلې ډبرينــــه دېـــوال وګرځېدى
دخـــټوسم جــــومات و ټـــــولوبــــه لمنځونه کول
اوس ځيني بنـــدشومرمرينه دېــــوال وګرځېدى
اې بشرملـــــه دقــــرآن پاڼې مـوسپينې نــــه شي
چې داغزيــــواوبې دينـــــه دېـــــوال وګرځـېدى
کلات 19/7/2010
