سيد خېر محمد عارف صا حب ته
سيد خېر محمد عارف صا حب ته چې دپښتو ژبې لپاره يې ډېر زيار اېستلى دى
وطن دپښــــتونخــــوا کې خــو د ى ستورى دئ رڼا کړي
په ځمـکـه راتـــه ګرځې ســړى ستــــورى دئ رڼا کـــړي
د ځـــوا ن نسل پــــه زړونو کې يې ځاى دمينې جـوړکړ
دويـنوپـــه پيا لــــه کې زړګى ستـــورى دئ رڼا کـــــړي
تا ريــکـــه شپـــه د جبربـېرتــــه و څنــــډ ي لــه کلــــي
پــــه کا ڼــــو کې لـــه ورايـــه غمى ستورى دئ رڼا کړي
د ميـــــنې اوبـــه څښـلې دواړو لپـــوکې عـــــارف دي
غزلــه کـــې يې ځکــه بــــورى( ۱) ستـورى دئ رڼا کړي
سپوږمۍ په خوا کې اوسي سپينکى ستورى دئ رڼا کړي
(۱) بورى¸چې په لورالاي مشهوره ده ( عا رف صا حب ) پکې ا وسي

کلات 21/7/2010
Basharmal Nasar
