اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خوب

پښتو پرمختيا دپاره هڅى

ليدلى خو مى اوس يو نااميده خواب دى
کمبخته دا خو يو بدنصيپه خوب دى
پکښې جوړى کړى مى دى ډېرى خوشحالى
څه خبر چى په خوشحاليو کښې د د غم خوب دى
ناست د آشنا سره ومه ورسره کولى مى خبرى
څه رامعلوم چى دا خبرى هم د بيلتون خوب دى
ما خو ليده چى دا مينه ورځ په ورځ زياتيدله
اوس خو په مينه کښې دا د نفرت خوب دى
چى سترګىمى خلاصى کړى نو څه مى ليدل چى
دا خو په رښتيا يو دردمنه خوب دى
په وطن کښې مى ښکاره کيدل چى هر خواته کرارى ده
خو نعيم ته معلومه شوه چى دا يو بى مطلبه خواب دى
محمد نعيم کاکړ/کوئټه
***
خفه
ارمان مې ډير په زړۀ ده خو جانان رانه خفه ده
نصيب مې مرورده تور زلفان رانه خفه ده
ګنا مې کړى نده نه پوهيګمه په ځانه
راته ګران وو وس رويبار رانه خفه ده د ځان چه
د اوښکو په ځاى راغلى د چشمانو نه سرى وينى
مجنون د يار غمو کړم وس بازار رانه خفه ده
د ژوند خوږې شيبى مې نورى سختې په دنيا شوي
رودونه په مخ راغلل لوند ګريوان رانه خفه ده
د چا ازار وهلى يم دشمع غوندي ويليږم
په تورو تورو شپو کښي يم سهار رانه خفه ده
د زړۀ د وينو جوړ مېکړل خو بانوته خالونه
افسوس چه نن هر ښکلى د جهان رانه خفه ده
کاروانمې د خيالونو دغمو په لاره درومې
ارمان ده توتاخيله!چه خپل ځان رانه خفه ده
ګلبدين توتاخيل/کندوز

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←