بشرمل ناصر څو غزلي
زما مخته ډېر نعمت وي روژه ما ت کې مور ې نه يې
که په ږوب کې دوعا وکړې په کلات کې مورې نه يې
چې له خولې دي يوه قبولــه دوعا ووزي مسافـــرتــه
ا غـېزه ورباند ي وشي پــه ولات کې مـــورې نــه يې
د ثواب خــورمـــا راواخلم ما شوما نــــوتـــه يې وېښم
د ا به تا کورکې وېښلې په خيرات کې مــورې نـه يې
مسا فر غېږ ما ښا مونه بـه د با د په رنګــه تېـــر شي
هغه ورځې دي را نشي چې حيات کې موري نه يې
بشرمــل دي مسافريـــم پــــه تڼــــاکې زړه دي شــورم
غواړم ته چې دوختونومشکلات کې مورې نه يې
کلات 12/8/2010
د حٌسن سيپا ره يې ښکلــوم دي پــه ثـــوا ب
لـه خياله په غوزۍ کې ګرځوم دي پــه ثواب
د شاتو غوندي اوښکې ګرېوانه ته کړم ډالۍ
تڼــا کې دزړه شمېرم يا دوم دي پــه ثــواب
راوړي دي په ورېښمينو لاسوماتـــه لېونۍ
د ميني سپېلنۍ يې دودوم دي پــــه ثواب
چې ماته يې په لپه کې له نازه راته راوړې
خورما د روژمات يې تېروم دي پـــه ثواب
اې زړه د بشرمله د عشق لمــونځ پکې روا
ګودره دبـــر کلـــي پا کوم دي پـــه ثواب
غزل
د حٌسن له چينې به دي لمرينه پياله غړوپ کړم
ګلاب رنګه له شونډو به شېرينه پيا له غړوپ کړم
ثواب يې رسېدونکى زرکلـــن دى واسما ن تـــه
په لپـــوکې د ميني چي حسينه پيالــه غړوپ کړم
تــه وايې لـــه جنته پـــه مومـن د ه پـېرزو شوې
روڼې اوبه کعبې ته په خاورينـه پياله غړوپ کړم
وژونکې تند ه ماته کړي د هجر پـــه خونا ب کي
پـــه نيمه شپه وستوروته زرينــه پيا له غړوپ کړم
پـــه زړه کې بشرمل د عشق غـــوټۍ وغـــوړوم
چي ستا له لاسه کله تکه سپينه پيا لـه غړوپ کړم
بشرمل نا صر
غزل
ستړى او ستوما نه يم له جنګـــه مي نفرت راځي
کړمـــه بغاوت لــه داسي ننګـــه مي نفرت راځي
ګورئ چي څراغ تـــــه د هوا شونډي نژدې نشي
وياړمـــه پــه ښکلي له بد رنګـــه مې نفرت راځي
بيـــا دګـلاب پاڼوتــــه شبـــنم سجــــدې وکــړلې
ژونده د اغزيولــــه هررنګـــــــه مې نفرت راځي
د امنم چــې زد ه کړي مي کرهڼــه کې ما کړې دي
بــوټي دکوکنـــــارو اولــه بنګـــه مي نفرت راځي
پ ،الف ،او ميم تــــه چې پــه سپکه سترګه وګوري
فکرمي نينه شي لــــه بې ننګـــــه مي نفرت راځي
چا مـــي طلا ي او ملغلـــــرې کــورتـــه ور وړلې
زه چې يې نوم اخلم لـــه پرنګـــه مي نفرت راځي
څــوک چې د زردارو پـــه درشل کې سجدې کوې
وايم بشرمل لــــه دې ملنګــــه مي نفــــرت راځي
کلات 8/8/2010
