اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غـــــزل

تا چې مخ له مانه پټ ماته دې شاکړه
په زړګي دې راته بله لمبه بـــيا کـــړه

چې رقيب ته دې خبرو کــې لاس ورکړ
په سيندونو دې لاهو ارزو زمــــا کـــړه

زه خو تل دا ســـتا دمـينې خريــــدار وم
خو تا تل له پاره لار مانــــــه جــــدا کـــړه

ستا په در کې بـــه تر هـــغه وخـــتـه ژاړم
تـــر هغــې چــې دې قـبول زمـا رضا کړه

ما خو نه کړله جــفـا، جـــفـا خـــو تا کـــړه
ستانګزيـه تا خــو ميــنـه په رښتيا کـــړه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←