اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

بې اتفاقه نظري

قـلـمه تـا کــې د دردونــــو افـــــســانــــي ښـــکاري بــیــا
چــا د ښـــايسـت جــنــازي وکـــړي هــدیري ښکاري بیا

د ژوند ګریوان لا تار په تار دی غونـډيـدي کلـه شــي
د وطن غېږکې د لیلا سترګـي چې سري ښکاري بیا

د وخت کنډر لېونـی شــوی عــقــل ړونــد پــه ستـرګـــو
سپـیـنه رڼــا کــې د تــورتم تــوري تیاري ښــکاري بـیا

چـــا پـــه لــیــلا نــنــګـه ونــکــــړه اوس خـــفــه ده لــیــلا
د غېرت وخت کې د غېرت لمبي هـم مـړي ښکاري بیا

د ميـنـې کـور مـې تـالا کېـږي ژبــه ګـونــګـه ده څـنګ
د زړه پـه کـور مـې د سیـلاب خــړي څـپـي ښکاري بیا

دا چې خوړلی دی قســـم مـــونـــږ تــه نــژدي نـه راځــي
نسیمه ســتــوریه بــې اتــفـاقــه نــظــري ښــــکاري بـــیــا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←