اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د وینئ ارزاني

بیا راغلی پدی سیمی یو محشردی
لوی ناورین د پښتنو په لراوبر دی

دلته کلي په جګړو کی تباه کیږي
هلته سیند خونړۍ شوی په خیبر دی

یوخوا وینی دي جګړۍ دي او وژنئ
بل خوا کورکلی ډوب کړی سمندر دی

په هرخواهمدا انسان دی چی ځوریږي
غوړېدلئ په هر کور د غم ټغر دی

چی اولاد د دی وطن شي بی تعلیمه
د دښمن برید د پوهۍ په سنګر دی

قوم مشران دي وژل کیږي یو په بله
د ولس زړه ویشتل شوی په خنجر دی

د انسان د وینئ هسې ارزاني ده
توپیرنشته چی چرګوړئ یا بشر دی

د جګړئ نه هرافغان نن ستړی شوی
هم ستومانه د وطن هر سمه اوغردی

دا تیاری ورځی به څو پوری اوږدیږي؟
سولی ورځ پرما خالد باندی اختر دی


ویانا / ۲۰ /۸ / ۲۰۱۰

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←