غزل
په ژوند ون کې له هجرانه تــه بــه ورک شې زه بـه ورک شــــم
لاس د مينې راکړه ګرانــه تـــه بـــه ورک شې زه بـــه ورک شــــــم
څوک د ي ساتي حا فظه کې ،څوک د ي زړه کې ځا يــواي شي
اې دستړي ژوند دورانــه تـــه بـــه ورک شې زه بــــه ورک شـــــــم
اسرافيل بــــه شپېلۍ پوکړي زه اوتـــــه بـــــه دوړاه زغــــــم شو
پاتې نــــه لرې اسمانـــــه تـــــه بـــــه ورک شې زه بـــــه ورک شــــم
ستـــابــــه هــــم وي زورختــــلى ،زه بـــه هــــم لـــــه کاره ووځــــم
نفـــرت څــه کووجانانــــه تـــه بـــه ورک شې زه بــــه ورک شــــــم
ماپــــه غېـــږه کې نــيـــولى تــــه يې نــــه ښکلـــــــوې څنــــګــــه
ازاراخلې لـــه قـــرآنــــه تــــه بــــه ورک شې زه بــــه ورک شـــــم
تــــخـــيل زمـــــا ايـــــــره شــــودارمــــان پـــــــه سلـــطنـــت کــــې
دښکلا رنګين جهانـــه تـــــه بـــــه ورک شې زه بــــه ورک شـــم
تــــه د ورور وژنــــه پــــرېــــږده دنــفــرت اورونـــــه مــــړه کـــــړه
پـــه نړۍ کې بـــــه افغانـــه تــــه بـــه ورک شې زه به ورک شـــم
داســــــي نـــــه وي جــــواري دمينــــې وبــــايـــلې زړګـــــيــــه
لري ګرځـــــه له تاوانــه تــه بـــه ورک شې زه بــــه ورک شـــــم
دنېستۍ کــــه داسي زور وڅــــه عـــزت بــــه خلګ راکړي
دامې واوره (اوېزانه) تــــه بــــه ورک شې زه بــــه ورک شــم
دلتـــه څنګــــه تـــرږمــــۍ ده ،دسکـــــروټــــوبــــاران اوري
پاتـه نـه شې له کاروانـه تــه بــه ورک شې زه بـــه ورک شــم
کـــه پـــه مټـــي مـــې ځـــان يـــارتـــــــه بشرمــــل ورســـولى
وخته ! دواړه يوستومانــه تـه بـه ورک شې زه بـه ورک شم
اوېزان مندوخېل زماخوږملګرى ده
