اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

زما سوچ


درسره تګ پۀ لاره ځکه نۀ کړم
چرته ستم پۀ خپله زمکه نۀ کړم

چې ئې قلم پۀ نخښه کړے راله
څنګه نفرت بۀ دَ ټوپکه نۀ کړم

ځان ته بۀ هسې پښتون وايمه نو
دَ پښتو ناوي چې نېنزکه نۀ کړم

تۀ ئې شړے ، ورغاړؤځمه زۀ
زۀ دَ مزدور دَ خولو کرکه نۀ کړم

ماته پښتو مې خپل بابا پرېښودي
نخښه دَ لاس بۀ ئې زۀ ورکه نۀ کړم

تۀ ئې چې څيز ته دَ بل سم رپېږے
دَ بل دَ څيز نۀ خو زۀ څکه نۀ کړم

دا خو دَ خپل ځان سپکاوے ګڼمه
پښتو بۀ خپله چاته سپکه نۀ کړم

زۀ خو واکدار څۀ دَ وطن نۀ يمه
چې بۀ يو کار هم بې کومکه نۀ کړم

وائ چې مخ دے دَ الله دَ نوره
نفرت دَ هر انسان نۀ ځکه نۀ کړم

دَ خپله لاسه زۀ تواب کړېږم
بيا بۀ اعتبار پۀ چا له ټکه نۀ کړم


٭====٭====٭
الرياض

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←