اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پښتونستان

ته مو نخښه د حیا ېي ته مو نخښه د ایمان ېی
اي وطنه که ېي هر څه ولي بیا هم په مونږ ګران ېي

ته وطن د پښتنو ېي غیرتمندو شا ځلمو ېي
مونږ په تا باندي ودان یو ته په مونږ باندي ودان ېي

ته مو پت د ابدالی ېي ته غیرت د غزنوی ېي
ته پښتو مو د میر ویس ېي ته مو ننګ د خوشحال خان ېي

ته میراث مو د نیکونو ته ګواه د تاریخونو
ته مو ژوند ېي ته مو مرګ ېي آزادی د هر انسان ېی

ته شمله مو د ناوس ېي محافظ د عصمتونو
سر مو ستا دي مال مو ستا دي چه وطن د مسلمان ېي

که نومُونه دِ بدل شی که دِ واک پردي او خپل شی
که خیبرکه پښتونخواه شي د خټک پښتونستان ېي


ریاض سعودی عرب
۸ نومبر ۲۰۱۰ د اټک پُل - د وطن په لور
په اول ځل : خیبر پښتونخواه ته پخیر راغلېي : لیدلو په وخت

Mohammad Farooq Khattak
Factory Admn
International Telecommunication Systems operation .
Riyadh Kingdom of Saudi Arabia
Cell: +966 509957103
Tel. +966 1 2651997 Ext.102 Fax. +966 1 2651998
E-mail – [email protected] , [email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←