هېند اره زړه کي زرتڼا کې
سبا به زما غزلي څنګه وايې
ته راته ووايه شېرينه اشنا
ستا وسروشونډو ته تا وا ن ونکړي
درنګ ښکلا به دي سپېره غوندي شي
چي زما د ميني و مزار ته ا شنا
په چيغو،چيغونا امېد ه غوندي
د رقيبا نوپه لار راشې راته
ته به مي غواړې يو د ميني وصا ل
زه به د تور لحد په توره شپه کې
ستا له را تګ سره سپېرې خا ورې
په ښکلو سترګوبا ند ي وموښمه
چي دجنت خوشبوپيد ا شي ترېنه
ته به مي واخلې له مزاره خوړده
دزړه دردونه به ارا م کړې با ندي
ستا لېونى په تورلحدکي ښه يم
هېند اره زړه کي زرتڼا کې يوسه
*********
(اکرم نا يا ب ته د برېښنا په کرښه کې )
کلات 10/10/2010
ورېښمينو ګوتو کې شپېلۍ
زما دميني څو تڼا کې د زړه
ستا د هجران له غمه وټوکېد ې
پکې يو راز د ښکلو سترګوپروت وو
لکه د يا ر په تکه سره غېږه کې
د با ړخوګا نومنځکې سره خا لونه
راته رڼا کړي په تا ريکه شپه کې
ما شومي څړيکې مي په خوب ويده شي
ارما ن مي واخلي يوه سندره د غم
ورېښمينو ګوتوکې شپېلۍ ونيسي
له ګلا بي شونډ و يې څا څي ويني
د جا نا ن نوم چي په ټپه کې راشي
د تورو سترګوملغلرې اوښکې
په خا موشۍ سره په ځمکه درومي
په لارې ذکرکړي جا نا ن د ميني
په هغه ځمکه کې را شين شي ګلاب
د يا ر د حٌسن اغېزه وي پکې
کلات 10/10/2010
Basharmal Nasar
DAI/USAID/Sub-Office Zabul
District Stabilization Officer (DSO)
Cell #/ 0700355152
