اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خوشالی مومبارک شه

ای پښتنو ورونو دا ښادی مو مبارک شه
ای په قوم مینو خوشالی مومبارک شه
دا تاریخی نوم د پښتنو چی وه ارمان زمونږ
دی لار کی وه څومره کړیدلی پاچا خان زمونږ
دی هدف لپاره شهید شوی صمد خان زمونو
دی ارمان لپاره قربان شوی خادمان زمونږ
دا د اتلانو کامیابی مو مبارک شه
تکرار...

دا د خوشال خان او میرویس خان خاوره
دا د ایمل خان او احمد خان خاوره
دا د پښتونخوا پښتونستان خاوره
دا په سرکو وینو ګټل شوی د افغان خاوره
دا د ملنګ جان د ارمانونو نیکمرغی مو مبار ک شه
تکرار...

لر او بر یی نه منو دا خاوره مو یوه ده
دا د کندهار نه تر اټکه چی پرته ده
دا مو د نیکونولوړ تاریخ او کارنامه ده
یوه زمونږه ژ به او یوه مو ترانه ده
دلته راټول شوه دا وروری مو میارک شه
تکرار...


Matiullah Raofi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←