اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

جنګوته څه حاجت دی

راشی خپلوکی سلا شو جنګوته څه حاجت دی
د یو بل په درد دواه شو جنګو ته څه حاجت دی

راشی یو بل ته لاسونه د وروری ورکړو په مینه
خواږه وروڼه په رښتیا شو جنګوته څه حاجت دی

جنګو کی بربادی او تباهی نه بل څه نشته
راځی خپله نور خیر خوا شو جنګو ته څ حاجت دی

د غلیم په لمسون څو به ورانوو خپل کور او کلی
په حقیقت که لږ اګاه شو جنګو ته څه حاجت دی

داوطن مودپت او عزت ډک د ټولو کور دی
په څه خپه ولی جدا شو جنګو ته څه حاجت دی

دښمن مو ګټه اخلی موږ چی خپلو کی جنګیږو
فکر وکړی نور تباه شوو جنګو ته څه حاجت دی

وطن والوسوله امن ضرورت د ټول بشر دی
راشی سوله کی بسیا شو جنګو ته څه حاجت دی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←