اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

جها ني صا حب

پېژ ندلې څېره ( عبدالبا ري جها ني صا حب )

تـــه پــه قلم د پښتو ښکلـــي زرين تـوري ليکې
تا د پښتـــوژبي ارمـــا ن تـــه هـــر کلــى ويلى
ته پـــه شعرونو کي پښتو ستا يې پښتو ن ستا يې
د اور لمبو کي دي افغا ن تـــه هر کلى ويلى

تا بې حسا بـــه لــــه پښتوسره ده مينه کړې
په يوه شپېلۍ کي دي د ميني يو پېغا م ليکلى
ستا د پا يکوب په هره پا ڼه کي يا غي سند رې
د شا عري پـــه تخـــيل کي د ي الها م ليکلى

چي ورکه مېنه دي پـــه مينه با ندي ولولمـه
د زړه پر کور با ند ي مي اوري د وطن يا دونه
د سبا وون تمه مي خيا ل کي راژوندۍ غوند ي شي
چي راته برېښي لکه ستوري د وطن يا دونـــه

د کوه طور ورېښمين خيا لونه د چا نه هېرېږي
تا پـــه کي نغښتي د جا نا ن او دښکلا سندرې
شرقي لمني اوغربي ګلونـــه خيا ل تخنـــوي
هنر پـــه ګوتــو دي ژبا ړلې د هر چا سند رې

تـه د قلم لـــه شا پېرۍ سره خيا نت نـــه کوې
چي په تڼا کي زړه دي څه وي ته هغه وليکې
د ما شومتوب مينه دي هم لا زړۀ شوې نه ده
يا غي سند رې وجا نا ن ته په ښکا ره و ليکې

ته جها ني يې او جها ن کي پېژ ند لې څېره
د واړو خلکو د ارما ن سره په زړه کي اوسې
ستا لـه خد مته يو وګړى څه انکا ر نـــه کوي
د هر وګړي په ايما ن سره په زړه کي اوسې

اې لـــه وطنـــه لري لري مسا فر شا عــــره
د ګرا ن وطن د پسر لي ګلونـــه مـــه هېروه
د ا ګــودرونـــه او چينې د ننګيا ليـــو وطن
د ما شومتوب زاړه زاړه وختونه مــه هېروه

د وطن غېـږه کي تخمونـــه د سکروټو کري
ته و دښمن تــه د قلم په ژبــــه ورکړه ګوزار
تــه جها ني يې ځکه تا ته خلک ګوتـه نيسي
وهر خا ين ته وايم سم پـــه ژبـــه ورکړه ګوزار


کلات 23/10/2010

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←