اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

څانګې په سکروټو کې

دلته د ګل قبر ته ، بيا غوټۍ لوګی شولې
دلته کې مې وليدې ، څانګې په سکروټو کې
دا غيرتي خاوره مې ، ډيره بد نصيبه ده
هره قافله ورته ،شر راوړي په څټو کې
خمار خبرې کوي
ما وې زما خمار خبرې کوي
چا به وييل چنار خبرې کوي

اوس راته پاڼې د ګل وغږيدې
اوس راته هر مزار خبرې کوي

په درد کې خوند لټوي غم ښکلوي
دغه سړی د کار خبرې کوي

ياد راته بيا سکروټې وشيندلې
باد راته بيا د يار خبرې کوي

دلته دې دم دورهه اثر نه کوي
دلته پاړو ته مار خبرې کوي

دې ښاري سيوری د نښتر ونيوه
دا غرسنی د ښار خبرې کوي

د خپل بې روحه مجلسي نه قربان
په نيمه شپه ستار خبرې کوي

سر راته بيا د قام تصوير نيولی
زړه راته بيا د دار خبرې کوي

وس به دې راز ته وايه څوک واي راز
چې عندليب په جار خبرې کوي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←