اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

افسوس

دروغــو وايې هــم غيبت کوي افسوس
يو دبـل نه شـــــــکايت کـــوي افــــسوس

حـــــــرام رزق کــــــړي په خــــټه ور دنــنــه
بيا پرې ګوره عبادت کــوي افـــسوس

زنانه چــــې په لاره وينې ورته ګــــوري
لا دعــــوه د صــــداقت کــــوي افسوس

هــــــــمــيشه دبل دبدوپـــــسې ګـــــــرزي
زړه کــې تـــمه د جـــنت کوي افـــسوس

به ظاهــــره چې يې وس په چا برنه شي
دښـــمــــنې پــټه د نيت کوي افـسوس

يوپــــــيسه يې د الله په نـــــوم ورنه کړه
په خوله بحث دسخاوت کوي افسوس

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←