اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

مورې

څــومــره خوږه يې مورې
ډېـــره درنــه يــــې مـورې
د زړه ټـــوټــه يـــې مورې
واخ! پـښـتـنه يې مورې

له ډېــــرې مــــيــنې وايم
خـــــبـــرې ســپينې وايم
د ژوند نغـــمه يې مورې
واخ! پـښتنه يـې مورې

مـــــورې چــــې تـاووينم
نــــړۍ زيــــبــا وويـــــنــم
ښکلې شــېبه يې مورې
واخ! پــښتنه يې مورې

تياره تياره وي ژوندون
يــم د رڼـــــا پـــــه لـــــټون
بــله ډيـــــــوه يـې مــورې
واخ! پــښـتنه يې مورې

مــــورې دعا دې غـــواړم
ښـکلې دنـيــا دې غواړم
ښـکلې شـيبه يې مورې
واخ! پــښتنه يې مورې

مـــــورې رايـــاده شولې
زړه کـــې آبــــاده شـولې
هــره لـــحـظه يـې مورې
واخ! پـښتنه يې مورې

مورې قـــربان دې شمه
ســتا په ايمان دې شمه
د زړه قــطره يـې مــورې
واخ! پښتنه يې مـورې

رفيع الله ستانګزی
د کابل دښوونې او روزنې پوهنتون
[email protected]
د ګرځنده لرغږي شمېره: 0700308908

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←