د ښاغلی بشرمل ناصر دوه شعرونه
په جها ن کې ځنا ور مري په حسا ب
چي يې فکـــر د وطـــن لپا ره نـــه وي
دې وګړي بـــه اولا د تـــه څـه وي پا ته
د دښمن پــــه درشـــل ونکړي سجــدې
پېغورونه بــــه يې قا م تــــه نه وي پا ته
طلاي غرونــــه بــه بېرته خا ورې کېږي
د تا ريخ پا ڼې ځلا نـــد ه وي نــړۍ کې
کـــه ځواني د قا م لپا ره صد قـــه کړې
خپلوا کې بېرغ رپا نـــد ه وي نړۍ کې
د وحشت له زنځيرونو به ځا ن ژغورې
ستا د ورور پــه مرګ اغيا ر کړي اتڼونه
موږ يې غوښي ټولووله سپېرو خا ورو
دوئ پــه د ا ويرکې کرار کړي ا تڼونه
زما لــه لاسه يې قلم په زور ا خيستى
دى ما شوم ته کتا ب ورکړي د مکتب
زه کا فر يم پــه پنځه وخته لمنځو کې
دى بې ديـــنـــه رسېدلى تــرمطلــب
پـــه جها ن کې ځنا ورمري پــه حسا ب
زما وطن کې حسا ب نشـــته د سړيــــو
هرخا ين پــــه وينو ما تـه کړلــــه تند ه
له هغــــو څـــه ځو اب نشته د سړيــــو
زما ورور ته تېره توره لاس کې ورکړي
چي وطــــن کې غوڅوه د کا ر سرونـه
تـــه با تـــور يې ،مېړنى يې ،د جها ن
بې حسا بـــه ما تــــوه د کا ر سرونـــه
څوک د وينو پيا لې ډ کې ورته راوړي
څوک په کلي کې کورونو ته اور ورکړي
د چا ژبه وي ګونګى د حق په وخت کې
څوک د علــم کتا بونــــو ته اور ورکړي
هغـــه غواړي چي ميرات مي شي وطن
تــــه لا څنګــــه ورسره کوې مزلونـــــه
بيا پـــه کور کې راته خپله ورېندار ژاړي
سرې بوټى راوړي جا نا ن سپېره هډ ونه
سوداګــر دي لوټــــوي د وطن غرونـــه
ستـا رګونوګې لا وينــــه تـود ه نـــه شوه
لا ترڅو به د سوالګر په څېرژوند ون کړې
غلا مي دي څنګه ما ته هـــو د ه نــه شوه
کلات 28/11/2010
******* (محترم ارواښاد سا ي کما ل خا ن شېراني )
پټ عسکر
مخا مخ يې توپک وانخيست د ښمن ته
ورولې يې ګولۍ وربا ند ي نه دي
نه يې بل چا ته سلا د جنګ ورکړې
ډېره کرکه يې درلوده په زړګي کې
په وطن کې د مرګونو له عذا به
دشعورجنګ يې پېل کړى پټ عسکروو
وځوان نسل ته د فکر پېغمبر وو
خداى په زړه کې د وطن مينه ورکړې
غلامۍ يې له وجود ه وه هڼلې
څرکبه د خپلې خا وري وو له وخته
تراته اتيا کلني زيا ر وکړ
د شعور څرا غ يې بل کړ په وطن کې
ومکا ر دښمن ته نه شو په سجد ه
د ږوب پر لاره سفرکې
24/11/2010
