اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

یار ندی

ماتـــه وعــظ ونـصحـت نــن پــه کـارندی
لـه غــفـلت نــه چــه پـښـتون رابـیـدارندی

مـیـخــانـــو وتــرانــو لـــره بـــه ورشــي
کــه پـښتـون تــه دپـښــتـو وژل عـار ندی

زړه کي مینه ومحبت بــه دواړه مړه شي
چـه مـیـن تــر خــپل مـحـبوب وفـادار ندی

څوبه خپل ځان څوک پخپله غولول کړي
ځــان بــاداربــولـي غـلام وي واکـدار ندی

بــیا بــه څـنګه ورتــه وایـي چـه مـین دی
چــه پـښـتویـي شـي لیلی تــریـني زار ندی

که یي ژبه هـره ورځ له منځ نه درومي
بـیا پـښـتون څخـه بل قام چیرته خوار ندی

ســـادګــي کـی یـی تـباه کـړو(علي خـانه)
پـه وطن کی مـو دښـمن چـه شي یار ندی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←