اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ښاغلی اسير صا حب ته ډ الۍ

ګران مشر عبدالبا ري اسير صا حب ته ډ الۍ

د احسا س سترګې دي راکړې لونګين خيا لونه ښکلي
د ابــه دواړه ښکلومــــه دي حسين خيا لونـــه ښکلي

ستا ګلا ب ګلا ب غـــزلي د پښـــتو ښکلي ګلبـــــڼ کې
لکــــه پرخــــه پرمــــا اوري ګلورين خيا لونه ښکلي

بيا دي توره ترږمۍ کې دقلـــم وړانګې دي خــېژي
پــه وجود کې لرې څومره ته لمرين خيا لونه ښکلي

تــه وځا ن تـــه ا سير وايې د ازاد فکـــر خا وند يې
څـــه ښـکلا لـــري د ميني د پښـــين خيا لونه ښکلي

نن د وخت زريـــنو پا ڼـــو نوښــــته کـــړلې ا سيره
بشرمل دي يا دومه تل شېرين خيـــا لونــــه ښکلي

1. د ا حسا س سترګې – د کتا ب نوم دئ
2. لونګين خيا لونه – شعري ټولکه ده
3. پښين - د ا ستوګنځا ى دئ ( بشرمل نا صر)


کلا ت 7/12/2010

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←