اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ڼيګي مې د خوږ زړه په پرهرو لولکۍ
ستا غم دی که جانانه بې وزرو لولکۍ

د سوات د ګلبڼونو نه راغلی دي خيمو ته
پنجرو کې به څنګ پاي د نخترو لولکۍ

د جونو د سر نن سبا قيمت څه دی پوه نه يم
په څه بيعه خرڅيږي د خبرو لولکۍ

چې ښکلو لرۍ تاسو داسې ګل ګل رخسارونه
راځي به ورله داسې د نظرو لولکۍ

سپرلی نه دی چې ګل نه شي په دشتو کې سورګلي
تر څو چې پکې نه شي په سندرو لولکۍ

اوس ځانله چرته ځاي ګوري د سر د پټولو
اوس نه کښيني ديپکه په ګورګورو لولکۍ


ديپک /پښتونخوا/
send by:الحاج فضل حکیم عندلیب

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←