اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د وطن خاوره

محمد نعيم کاکړ/کوټه

خاوري به يي سترګو ته رانجه کړم
په طواف به د وطن ځان پروانه کړم

ښکلوم به يې تور کاڼي دا العلونه
دوطن په هر ګودر به ننداره کړم

پر هروته به يې ځان پټي پټي کړم
ښکلي ښکلي به يې جوړه کنډواله کړم

له دى دنګو دنګو غرونو د زار شم
د شپيلۍ آواز به ستا لوړ د شپانه کړم

چه در واړوي په بدو خړى سترګې
هر غليم به د کاروان سره ايره کړم

نعيم به دى دا شاړي ګلعزار کړم
د وطن بوټي به ټول ګل دلاله کړم

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←