غزل
د ويـــنو څاڅـــــکي راورېږي د ګلونو چم کې
د انځـــورونو تمـــــاشې دي د رنګونو چم کې
ازغـــو نــيــولي په منګول کې د وږمو وزرونه
لوخړې خېژي د باروتــو د عــطــرونو چـــم کې
د مينې خيال خو د هندارې په پنجره کې بند دى
دا ستړى وړى کله خوب وړي ښاېستونو چم کې
کوچۍ خندا به بيا هېلبند دښتو کې پورته نشي
خوښي به رانشي هـــېڅکله د زخمونو چم کې
سندرې ګرانې شوې بلبــــلو ته د عشق په ژبه
مــړې ولولې شولې د خوارو ارمانونو چم کې
وږمـې خــورې کــړه نــنګرهاره د ګلونو ښــاره
چې په خندا شي نارنج ګل د وربلونو چم کـې
وځـــي ياغي خيــالونه خامخا ياغي مغزو نه
زلمي به پورته کــړي ګــردونه اتــڼوڼو چم کې
د يار په وچــو شـــونډو هله به خندا خوره شي
چې ژړا بس کاندي سندرې د سازونو چم کې
18/6/2001
کولن، جرمني
د کتاب نوم : يه قربان
