افسوس
وطنه څنګه دي او لاد دى اتحاد نه غواړي
ځکه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي
داڅه په وسوه افغاني بلبلان داسي نه وه
بهار کي هر خو ا الوتل په خزان داسي نه وه
اوس يې خو ښ کار د هر صياد دى ژوند آزاد نه غواړي
ځکه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي
زما ترڅنګه اى بې ننګه نور مي مه زوروه
ډېر ستړى سوى يم له جنګه نور مي مه زوروه
بس دى وطن زما برباد دى نور فساد نه غواړي
ځکه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي
خپل يې هر کور ته اسانتياوي د تعليم پوره کړې
زما د مکتب په سوځيدو هيلي غليم پوره کړې
زموږ هر اُستاد لکه رشاد دى څوک يې ښاد نه غواړي
ځکه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي
چي شپه او ورځ مي کړوې دا به مي کله هېر سي
ورور مي په ورور حلا لوې دا به مي کله هېر سي
زما زړګي ته اټک ياد دى بل جهاد نه غواړي
ځکه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي
پرېږ دى يارانو چي په غرونو کي ساده اوسمه
د يو غدار غوندي په لوړ بلډينګ کي نه اوسمه
ګوره د ده سره سواد دى جوړ هيواد نه غواړي
ځکه پر خو له زما فرياد دى تا آباد نه غواړي
اى د پردېس د ماشوم تو ب د ورځو شپو وطنه
ستا د بچيانو په کومک وران کړې پردو وطنه
ډېرو خو ړلى اعتماد دى انتقاد نه غواړي
ځکه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي
