اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

په ړندو سترګو د یار پل پسې ځم
د ورکـو هیلو تـت مـنـزل پسې ځـم

په هر ډګر لاري بـــدلي د ژونــــــــد
زه د زړو یـادونـو تـل پـسـې ځـــــم

ډیر ارمانونه می تر شا پریښودل
جانانه ستا سکڼې وربل پسې ځم

چی شوه دنیا نوره پردئ،پردئ نــو
پښتون وطن د زړه تسل پسې ځـــم

چی سپیڅلتیا پالی د مینی همیش
د ورکې مینی تاج مـحـل پسې ځــم

چی رانه هـیـر کـړی ددونـیـاغمونه
«عزیزه» ستا د زړه کابل پسې ځم

اول جولای ۲۰۱۰
فرانکفورت کابل هوائی کرښه
Aziz Sarshar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←