پ ټ اېم او پي ایس ډې پي
PTM او PSDP
دپښتون ژغورنې قامي غورځنک پتمن مشر منظور پشتین او دمرکزي کمېټۍ پېاوړو ملګرو ښې چارې، تل سرلوړي اوسئ!
پتمن مشره! پشتون سوشل ډېموکراټیک پارټۍ د ۲۰۱۸ کال د اپریل مېاشتې رااېسې دغورځنګ هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ. دهېواد دننه او بهر مو د پي ټي اېم په پرلتونو، غونډو، جلسونو کښې چارنده ونډه لرلې ده او د پ ټ اېم اروپا د ذمه وارو ملګرو ډاکتر سیدعالم محسود، میرمن ثنا اعجاز او ډاکتر ګلمرجان دمشورو سره سم موپه اروپا کښې د کمېټېو غونډو،پرلتونو او جلسونو په راجوړولو کښې مخکښه رول لوبولی دی . دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې، د پ ټ اېم سره د ګډکار، هلو ځلو او د اړېکو لپاره د ګوند لومړی مرستېال محمدشیرین ګردېوال ټاکلی دی.
په راتلونکي کښې به د پ ټ اېم د بهرنیو اړېکو مشر د ښاغلي ګردېوال سره په اړېکه کښې وي.
په درناوي
نصیر ستوری
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سېکرټ
---------------www.pashtoonkhwa.com
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)
eMail: [email protected]
