هدایت بنګش سره مرکه
د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند (Pashtoons Social Democratic Party -PSDP / Pakhtoonkhwa-Afghanistan) جنرل سیکرټري هدایت الله خان «بنګش» سره مرکه:
نورالبشر نوید : پېښور -نوامبر ۱۹۹۹
یادګیرنه: هرکله چې په افغانستان کښې د بهرني مداخلت اؤ روسي فوځونو په وجه افغاني پښتني تاریخي روایاتو ته خطرات راولاړ شول، نو په بهرنو ملکونو کښې میشته افغاني پښتني ګوندونو او شخصیاتو په اجتماعي او انفرادي توګه دغه ضرورت محسوس کړو چې ډاکټر نجیب سره تماس وکړي اؤ هغه په دې خبرو آګاه کړي.
په دغه حواله د جرمني نه پښتون سوشل ډیموکراټیک ګوند درې کسیزه هیئت کابل ته د ډاکټر نجیب په بلنه لاړو او هغهٔ سره یې خبرې وکړې، دا خبره ماته ډاکټر کبیر ستوري د جرمني څخه کړې دي، نو ما په فیکس رابطه کښې په دغه حواله څو تپوسونه ولیږل.
د ګوند جنرل سیکرټري هدایت الله «بنګش» راته ځوابونه راؤلیږل.
د ډاکټر نجیب سره په دغه ملاقات کښې خبرې او فیصلې لوستونکو ته پیش کوؤ. د P.S.D.P جرمني په مننه او تشکر. ( نورالبشر نوید)
تپوس: د پښتون سوشل ډیموکراټیک ګوند / پښتونخوا - افغانستان د افغان د کشالې د هوارۍ د پاره عملي کوششونه څه وو؟
ځواب: تاسو ته معلومه ده چې پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي Pashtoons Social Democratic Party د پښتنو د ملي آزادۍ د غورځنګ یوه برخه ده چې په ۱۹۲۹ عیسوي کال کښې د انګریزي ښکیلاکي ځواک په مقابل کښې د فخر افغان باچاخان (خان عبدالغفار خان) په مشرۍ منځ ته راغلی دی.
په بره پښتونخوا (افغانستان) باندې د روسي پوځونو د یرغل وروسته په پښتونخوا او بهر کښې د دې غورځنګ یو شمیر پلویانو د یو ګوند د جوړیدو ضرورت ولید.
د اوږدې مودې تیارۍ او یو بل سره د تماسونو وروسته د ۱۹۸۱ عیسوي کال د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه د پښتون سوشل ډیموکراټیک د پارټۍ د جوړیدو پریکړه وشوه، د ۱۹۸۱ عیسوي کال د فبروري په ۲۷ نیټه په یو بنسټ ایښودونکي غونډه کښې د ګوند جوړیدل اعلان شول، چې د ټولو پښتنو د یووالي او ازادۍ د ګوند په توګه د پښتون سوشل ډیموکراټیک ګوند د ډاکټر کبیر «ستوري» تر مشرۍ لاندې خپلې ګوندي چارې په څرګنده توګه مخ په وړاندې روانې کړې.
پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي د یوه داسې ټولنې د جوړیدو هڅه کوي، چې هر څوک پکښې په آزادانه توګه سره خپل شخصیت (سړیتوب) ته وده ورکړي او د انسانانو په خدمت کښې د ټولنې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ژوند کښې برخه واخلي.
پښتونولي، ټولنولي او اولسولي د PSDP تهداب او بنسټ جوړوي. ازادي، عدالت (انصاف) او ورورولي د PSDP غوښتنې دي نو د دې ارزښتونو په رڼا کښې د برې پښتونخوا (افغانستان) د کشالې د حل لپاره یې زیات شمیر نوښتونه د ملګرو ملتو موسسې (اقوام متحده) او د نړۍ نورو هیوادونو ته وار په وار وړاندې کړي دي چې تفصیل یې لوی کتاب جوړولی شي نو له دې امله یې د تفصیل څخه تیریږم.
تپوس: تاسو د ډاکټر صیب سره په ملاقات کښې د پښتون د ملي روغې جوړې په حقله څه خبرې کړې وې؟
ځواب: د ۱۹۸۷ کال په لومړي سر کښې زمونږ ګوند PSDP ته د ډاکټر نجیب الله له خوا د ملي روغې جوړې په چوکاټ کښې د خبرو اترو بلنه راکړې شوه، نو په دې حقله د مقدماتي خبرو لپاره د PSDP له خوا دوه کسیزه هیئت: د برې پښتونخوا (افغانستان) ښاغلی ډاکټر شېرافضل ګردیوال د PSDP د بهرنیو (خارجه) چارو سکرټري او د کوزې پښتونخوا علي خان محسود د PSDP مرستیال کابل ته لاړل.
د ډاکټر نجیب الله او د هغه د ګوند (خلق) د نورو لوړ رتبه غړو سره یې ملاقاتونه او خبرې وکړې او بیرته جرمني ته واپس راغلل.
د دې هیئت رپوټ د ملي روغې جوړې په حقله د خبرو د ادامې لپاره وو، نو همدا وو چې د PSDP مشر ډاکټر کبیر ستوری او زه هدایت الله بنګش د PSDP جنرل سیکرټري د خبرو اترو لپاره د ۱۹۸۷ عیسوی کال د اپریل د میاشتې په ۲۷ نیټه د جرمني څخه روان او په ۲۸ اپریل ۱۹۸۷ کال کابل ته ورسیدو.
زمونږ خبرې او ملاقات د خان لالا محمد افضل خان چې هغه وخت کښې د عوامي نیشنل ګوند ANP د پښتونخوا د صوبې صدر (مشر) وو په منځګړتوب او اعتبار سره پیل شوې.
د ډاکټر نجیب الله سره په خبرو اترو کښې زمونږ غوښتنې داوې چې تر ټولو مهمه او غټه غوښتنه:
۱- د افغانستان څخه د روسي پوځونو بې قیده او شرطه وتل.
۲- د لرو او برو پښتنو په منځ کښې باید توپیر، بیل والی او فرق نه وی او په ټاکنو Election او نورو دندو کښې د مساوي او برابر حق ولري.
۳- د ډیورنډ (Dewrand) لاین نه منل.
۴- د ډیر ګوندیزه (Multipartei) پارلماني ډیموکراسي.
۵- په راډیو تلویزیون او مطبوعاتو کښې د افغانستان د اوسیدونکو قومونو، د هر قوم د شمیره سره سم د هغوی په ژبه خپرونې او پروګرامونه دې، جلا جلا او بیل بیل وشي او هم دې هر قوم ته د خپل شمیر سره سم په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند کښې برابر حقوق او برخه ورکړې شي.
ډاکټر نجیب الله زمونږ غوښتنې د اوږده بحث وروسته ومنلې او وی ویل چې دا به زه د ګوند مرکزي کمیټې ته وړاندې کړم او مونږ ته یې ډاډ راکړ، چې زه د #کابل سیاست د افغانستان په سیاست بدلول غواړم.
همدا راز مونږ ته یې د خبرو اترو په جریان کښې وویل، چې دوه سوه زره (دوه لکه) خلقي ګوندي غړي مې کمونیستي بلاک ته لیږلي دي چې تربیه شي او بیا خپل ګوند او ملک وساتي.
نو ډاکټر کبیر ستوري ورته وویل: که چیرې غواړې چې خپل ملک او ځان وساتې نو خپله ملا په پښتنو وتړه، ځکه چې دا هیواد تل پښتنو ساتلی دی.
ما (هدایت الله بنګش) ورته وویل چې ته څنګه پښتون یې چې په خپلو رسمي بیانونو کښې پښتو نه وایې.
د خبرو اترو د واضح کولو لپاره د خلق د ګوند د طرفه نور احمد نور ، ډاکټر ضمیر، صالح محمد زیری او توخي سره خبرې وشوې.
تپوس: په پښتنو قوم پرستو لیډرانو کښې تاسو سره د افغان کشالې په حقله چا کمک کړی دی؟
ځواب: ټولو قوم پرستو مشرانو، خان عبدالولي خان، ښاغلي اجمل خټک، ښاغلي خان لالا محمد افضل خان، بی بی نسیم ولي خان او همدا راز نورو قوم پرستو مشرانو د افغان کشاله خپله ګڼله او د خپلې وسې پورې یې د کشالې په حل کښې ونډه اخستلې ده.
تپوس: هغه کوم کړکیچ وو چې د ډاکټر صیب د کوششونو باوجود د پښتنو ملي روغه جوړه ونه شوه؟
ځواب: د خبرو اترو په ترڅ کښې مونږ ته دا مالومه شوه چې د خلق د ګوند په دننه کښې درز، تضادونه او بې اعتمادي شته دی او ډاکټر نجیب الله د خپلو ګوندي ملګرو سره په یوه خوله نه دی.
ډاکټر نجیب الله مونږ ته وویل چې زه ملي روغه جوړه غواړم لاکن زمونږ په خلقي ګوند کښې داسې خلک هم شته چې د سولې او ملي روغې جوړې مخه نیسي.
د همدې تضادونو له امله ډاکټر نجیب الله غوښتل چې د مرکزي کمیټې د رای (ووټ) څخه ځان خلاص کړي، نو لویه جرګه یې راوغوښتله «زمونږ د هغه غوښتنې په اساس چې لر او بر پښتنو کښې باید توپیر نه وي او Election کښې هم برخه واخلي، نو د PSDP څلور کسان : ډاکټر کبیر ستوري، د برې پښتونخوا (افغانستان) ښاغلي عبدالجلیل خان، ښاغلی نصیر خان او ښاغلی علي خان محسود (د کوزې پښتونخوا) د کوربه په حیث میلمانه کړل » او د لویې جرګې له خوا ډاکتر نجېب الله جمهور رئیس وټاکل شو.
ډاکټر نجیب الله غوښتل چې د خلق د ګوند سربیره نور غیر خلقیان یا بې طرفه خلک هم په خپله پارلمان کښې داخل کړي، خو لاکن په دې کار کښې د خپل منځي ګوندي تضادونو له امله هم بریالی نه شو او د پارلمان کُرسۍ (سیټونه) د خلق د ګوند تر منځ بیا وویشل شوې.
د همدې بې اعتمادۍ او تضادونو له امله نورو ګوندونو او ډلو پرې اعتبار نه شو کولی ځکه دوی به تل د چل ول څخه کار اخیسته.
د ډاکټر نجیب الله په غوښتنه مونږ ته د جرمني د راتګ څخه یوه ورځ مخکښې یو پریس کانفرنس جوړ شو.
پریس کنفرنس کښې مونږ خپل غوښتنې تکرار کړې چې مونږ وروروَلي غواړو، غلامي نه غواړو.
روسي پوځونه دې بې قیده او شرطه ووځي، چې ډاکټر نجیب الله هم مونږ سره موافقه کړې ده او زمونږ غوښتنې یې منلې دي.
نو دوی د ډاکټر نجیب الله د سیاست د بریالیتوب له امله دغه پریس کنفرانس هم نشر نه کړه.
څه موده وروسته یې د خلق ګوند نوم د وطن په ګوند بدل کړ او د ګوند څانګو ته یې د ګوندونو (پارټیو) نومونه ورکړل، حال دا چې دغه ټول یو ګوند (خلق ګوند) وو او بیا یې مونږ ته وویل چې مونږ ډیر ګوندیزه پارلماني ډیموکراسي پیل کړه، PSDP دې هم پکښې برخه واخلي.
نو دا چې دوی چل ول کوؤ او بې اعتباره وو او ډاکټر نجیب الله بې وسه وو ، چې خپلې نظریې ته د عمل جامې واغوندي، نو مونږ هم د دوی د چل ول او بې اعتبارۍ له امله د ډاکټر نجیب الله او د هغه د ګوند سره خبرې بس کړې.
تپوس: په موجوده حال کښې د افغانستان د کشالې حل څه دی؟
ځواب: د افغانستان کشاله د نړۍ د حالاتو څخه جلا سمه مطالعه کیدی نه شي او څیړل کیدی هم نه شي.
د نړۍ په موجوده حالاتو کښې دوه شیان د پاملرنې وړ دي.
یو دا چې د شوروي اتحاد او کمونیستي بلاکونو ماتیدل او ړنګیدل او نړۍ په اقتصادي منطقو (زونونو) ویشل.
او بله د نړۍ تخنیکي وده او ګلوبالیزیشن دی چې په دې نښتون (تړاو) کښې د افغانستان جګړه یوه اقتصادي جګړه ده چې د ترکمنستان څخه د انرژۍ د چینو لاره په افغانستان او پاکستان باندې تیریږي چې د افغانستان لاره پکښې مهم رول لوبوي. د دې لارې جوړیدل د پښتنو افغانانو او افغانستان په ګټه ده.
ټول سوله دوست او امن غوښتونکي هیوادونه دې د دې لارې ملاتړ وکړي، چې لاره جوړه شي نو جګړه به ختمه او پای ته ورسیږي.
https://pashtoonkhwa.com/files/books/WATAN_ya_KAFAN__19032025.pdf
-
-
