کابل: لوېه جرګه او مونږ ته بلنه
د ۱۹۸۷م کال د دسمبر میاشت - د ډاکتر نجیب لویه جرګه او موږ ته بلنه
څه وخت چې کبیرجان ستوری له افغانستان څخه بېرته راغی، نو زموږ په ګوند کې لویه بلوا جوړه شوه. زما او شېرافضل تګ خو پټ و؛ د پاکستان او مغربي نړۍ د جاسوسي ادارې یا خو خبرې نه وې او یا یې اهمیت نه ورکاوه.
مګر د ګوند د مشر په ښکاره تګ او بیا د کوزې خوا د خان لالا افضل خان تر مشرۍ لاندې، د پاکستان، MI6، CIA او د جرمني BND ټول ویده سپي راپسې ویښ شول. په دې وختونو کې اخبارونو په ښکاره او په جار لیکل چې CIA (۱۵۰۰) افغانان بهرتي کړي دي.
زموږ خیال و چې زموږ اړیکې به دوی دومره جدي (سیرېس) نه اخلي؛ مګر دا زموږ خوشفهمي وه.
پخوانی خلقي، د صحرایي خلقي د خورزوی، چې په «ګوندي صاحب» مشهور و، موږ ورسره مرستې کړې وې. موږ د پښتو او پښتون په نوم دوکه شوي وو. او په بلجیم کې مو ورته سیاسي پناه اخیستې وه، اوس ترې منکر کمونست جوړ شوی و او د CIA او پاکستاني پټو پولیسو سره یې ګډ کار کاوه.
دوی دا “ګوندي صاحب “ له بلجیم څخه پر موږ پسې رالېږلی و، چې په هلکانو کې تفرقه واچوي.
نور پټ افغانان چې زموږ په ګوند کې وو، هغوی هم له پټو پولیسو سره لارې لرلې. پر موږ او ډاکتر کبیر باندې یې سختې تېري کړي. زموږ ځینې سمدم ملګري وچ په وچه لېوني شول.
زما او شېرافضل او بیا د کبیرجان او بنګش د تګ اجازه دوی ورکړې وه؛ مګر نه پوهېږم چې ګوندي صاحب څه دم پرې اچولی و. دوی په ګوند کې اړودوړ جوړاوه.
اول خو مونږ کوښښ وکړ چې سم شي. په اخر کې مو په لویه غونډه کې د شرخوښوونکو عناصرو تر نوم او فتوا لاندې وشړل. چې دا کار وشو، بیا دا سپېرهمخی ګوندي صاحب ورک شو.
چې دوی له ګوند څخه لاړل، بیا موږ دې ته ډېر متوجه شو چې تر ممکنه حده په ګوند کې، او په خاصه ( ځانګړې ) توګه د ګوند په مرکزي جرګه کې، د جاسوسانو مخه ونیسو.
چې د لویې جرګې دعوت او بلنه راغله، نو موږ څلور کسان د ګډون لپاره غوره کړل د ګوند مشر ډاکتر ستوری صیب، د ګوند مرسیال صدر علي خان محسود، د ګوند د فرانکفورت د څانګې دوه مشران عبدالجلیل یوسفزی د زیدې سوابۍ او نصیر خان د سوات د ګورتۍ د کلي
مونږ اول د فرانکفورت نه پراګ ته الوتنه وکړه ، د پراګ نه به په یوه خاصه الوتکه کښې ماسکو ته تللو، مونږ چې پراګ ته ورسیدو الوتکه ناوخته شوې وه، خو مونږ ته یې علت معلوم نه و.
د ډېر انتظار وروسته د پراګ هوایي اډې والا موږ هوټل ته بوتلو. زښت ډېر افغانان له موږ څخه مخکې ځای پر ځای شوي وو. چې موږ ورغلو، د هوټل نه یو ورکوتی افغانستان جوړ شو.
په دې افغانانو کې د هغه وخت د اصطلاح له مخې ډېر «ملي سوداګر» وو. دا ملي سوداګر، یا ملي سمګلران، ټول داسې خلک وو چې دوی سوسیالیست بلاک هېوادونو ته د تعلیم لپاره رالېږل شوي وو؛ بیا په ډول ډول وجوهاتو د دوی تعلیم نیمګړی پاتې شوی و. اوس ورڅخه ملي سوداګر جوړ شوي وو؛ نو دوی په ژبو او سیمو بلد وو.
مات ګوډ یې په سیاست کې هم ګوتې وهلې. طبیعي ( قدرتي ) خبره وه چې اوس ټول د ملي روغې جوړې پلویان وو.
د ملي سوداګرو نه پرته د هغه خلکو زامن هم وو چې له مجاهدینو سره په جګړو کې بد بد لګېدلي وو؛ ټول مات ګوډ وو. په کونټۍ به تلل او په روانه څوکۍ کې به ناست وو.
دا ټول تقریباً پوځي افسران او بالکل ځوانان وو. دوی ټولو هم دې الوتکې ته زموږ په څیر انتظار کاوه.
وروسته د لندن نه هندوستاني سیکهان او هندوان هم راغلل، چې دوی هم د آریانا په ذریعه اول کابل او بیا ډیلي ته تلل، ځکه ټکټ یې ارزان و.
افغانان چې خبر شول چې له جرمني څخه د پښتون سوسیال دیموکراتیک ګوند د ډلې په شمول، د ګوند چیرمین ډاکتر کبیر ستوری، راغلی دی؛ نو دوی ټول راغونډ شول، موږ ته یې وویل چې تاسو خو د لویې جرګې مېلمانه یاست؛ باید د افغان حکومت سفارتخانه ستاسو غم وکړي. زموږ خو پرې زور نه رسي؛ خو که تاسو زور پرې راوړئ، نو سفیر به مجبور وي چې د بلې الوتکې بندوبست وکړي.
د هغې اولې ( لومړۍ) الوتکې نه هم خبر شوي وو؛ مګر د خرابۍ په وجه بېرته ناسته وه. خرابي یې په ټایرونو کې راغلې وه. څه وخت چې پورته شوې وه، ټایرونه یې نه وربوګېدل ( غونډېدل/ ورټولېدل )؛ نو ځکه الوتکه بیا په مسکو کې کوزه شوې وه. اول زموږ ورته خیال نه و. یو خبرلوڅ ملي سوداګر پکې غږ کړ چې شکر دی، ټایرونه یې خلاص وو او که ټایرونه یې وربوږ (بند) شوي وای او بیا نه خلاصېدلې، دا ډېر خطرناک وو. زموږ یې ورته خیال کړ. داسې وبوږنېدو ( وېرېدو) او موږ ته یې د حرامیتوب په سترګه وکتل، چې زموږ سره به د لویې جرګې مېلمانه هم دوړي دوړي شوي وای.
د دې خبر د اورېدو له امله د لویې جرګې مېلمانه دومره وارخطا شول، هغه د چا خبره، چې د چای پیالې راښکته پرېوتلي.
ما کبیرجان ته وویل چې سفارتخانې ته ټیلیفون وکړه. نورې ټولې لارې چارې ملي سوداګرو راته وښودلې، چې د سفارتخانې والا به څنګه دباووئ.
ملي سوداګرو سره د ټیلیفون نمبر و. دوی ورته ټیلیفون وکړ. د سفارتخانې له چیکۍ سکرتري سره یې په چیکۍ ژبه خبرې وکړې چې د پښتنو د ګوند مشر د سفیر صاحب سره خبرې کول غواړي. بیا یې ټیلیفون کبیرجان ته ورکړ.
د بلې غاړې افغاني سفیر د پښتون او ګوند، او بیا په پراګ کې د موجودیت په وجه وارخطا شوی و. کبیرجان دهړکه پرې وکړه، چې ته څنګه سفیر یې چې مونږ د ډاکتر صاحب د لویې جرګې مېلمانه له جرمني څخه راغلي یو او تاسو ته درک نشته؟
کبیرجان ماته سترګه ووهله چې سری ټیزن دی. سفیر کابلی و، پښتو هم ماته ګوډه ورتله. کبیرجان قصداً پارسي نه ورسره ویله. ویل یې چې دا کابلی دی، که پارسي ورسره ووایم، بیا مستي کوي.
سفیر به ببخشې، ببخشې «وبخښي، وبخښي» کول. په یوه منډه هوټل ته د سفارتخانې د ګوندي چارو له منشي سره راغی. د سفیر پوره نوم راته یاد نه دی؛ خو «سمندري صاحب، سمندري صاحب» یې ورته ویل.
د ده عاجز واک نه و؛ تش په نوم سفیر و او اصلي واک د منشي صاحب سره و، چې دا زموږ د عمر لغمانی کابلی، مات ګوډ پښتون و.
چې ملي سوداګر خبر شول چې سفیر سمندري صاحب پخپله هوټل ته راغی، نو زموږ رعب په دوی نور هم پرېوت.
وروسته کبیرجان خندل چې ما خو رعب د دې لپاره نه اچاوه چې سفیر دې هوټل ته راشي؛ بلکې د دې لپاره چې د الوتکې بندوبست د سفارتخانه وکړي.
کبیرجان ته د پرچمیانو او خلقیانو کمزوري مالومې وې، چې ټول دروغجن او د کمزورۍ نه ډک وو. په نوم به سفیر او وزیر وو، په منځ کې په هسې تش کدو وو
سمندري صاحب دومره وارخطا و، چې کبیرجان به سګرټ بلولو، ده به لایټر چمتو ورته نیولی و، دده سره غم دا وو، چې موږ د ډاکتر صاحب د لویې جرګې مېلمانه یو او که ډاکتر صاحب ته موږ شکایت وکړو، د سفارت نه به یې وشړي.
او بل طرف ته یې دا هم نه شو ویلي چې: «یارانو، غلط ځای دربوی، واک زما سره نشته؛ بلکې د منشي صاحب سره دی.» نو عاجز به چې خبره کوله، یوه سترګه به یې د ګوند منشي باندې وه. هغه بله به یې مونږ څارلو، چې څه ردعمل مو دی
ده ژر ژر په مسکو کې افغان سفارتخانې ته ټیلیفون وکړ اودوۍ باندې سمندري صاحب بدې بدې دهړکې (ګواښنې) وکړې چې تاسو ویده یاست؛ دلته د پښتون ګوند مشر له خپلو نورو مېلمنو سره د الوتکې په انتظار ناست دی. د ډاکتر صاحب د لویې جرګې مېلمانه دي؛ نو د مسکو والا هم وارخطا شوي وو.
زما په خیال، سمندري صیب او د ماسکو والاوو په ژوند کښې د اول ځل لپاره د ډاکتر ستوري صاحب د ګوند نوم اورېدلی و؛ نو ځکه ډېر وارخطا وو.
د کمونستانو په ژبه زموږ تارېخچه ورسره نه وه؛ نالیدلې بلا وه، ځکه دوی ټول ډارېدل: چې «دا پښتون پلار مو له کومې رابېدا شو؟»
هسې هم په کابلیانو پښتانه ښه نه لګېږي. دوی خو د لوی باچا خان، خان عبدالولي خان او په کابل کې د خټک صاحب له نومونو سره بلد او خبر وو؛ دا ستوری صاحب ناڅاپي راپیدا شو او په سمندري صاحب وځلیده
د ماسکو والاوو ورته ویلي وو چې موږ عاجل، یعنې په بیړه، بله الوتکه درلېږو. تاسو مېلمنو ته تسلي او زموږ له خوا نیکې هیلې او سلامونه ووایه.
چې دا ټول کارونه وشول، موږ سفیر صاحب ته وویل چې اوس تاسو ارام وکړئ او خپل کور ته لاړ شئ.
سمندري صاحب، هغه د چا خبره، طلاق اچولی و؛تر څو ، چې له موږ نه بېغمه شوي نه وو، کور ته به لاړ نه شي.
موږ ټول په بسونو او موټرو کې، له سفیر صاحب او منشي صاحب سره، هوایي ډګر ته د الوتکې د راتلو لپاره لاړو.
زموږ خیال و چې سفیر صاحب به تر هوایي ډګر پورې بدرګه کوي او بیا به زموږ نه رخصت اخلي؛ مګر خبره داسې نه وه. سفیر صاحب ټول، تقریباً پنځه ساعته، زموږ سره په هوایي ډګر کې تم شو،څو چې یې پخپل لاس د سوسیال دیموکرات ګوند پلار، کبیرجان ستوری صاحب، په الوتکه کې کښېنولی نه وو.
او پنځه ساعته له سفیر او منشي سره خبرې کول هم څه اسانه خبره نه وه. د سیاست خبرې خلاصې شوې، د تعلیم او خوانۍ کیسې هم خلاصې شوې. نور یې په دې چل نه پوهېدل چې سفیر صاحب موږ او موږ دی څنګه مشغول وساتو.
نیم ساعت خو ما ورسره سیاست او ټوکې ټکالې وکړې. نور څه وو؟ ډاکتر کبیر ته مې وویل ، چې دا نیکه، نور پخپله مشغول ساته. کبیر هم پوره ستړی شو. په پای کې مو له یو بل څخه داسې لرې لرې چکرې هوایي ډګر د انتظار په حال کې وهلی، چې ګني بېخي له یو بل سره پېژنو نه.
کله ناکله به کبیرجان او سفیر، ګړۍ ( ساعت) وکتل او یو بل ته به مسکي شول. تر آخر، له پنځو ساعتونو انتظار وروسته، سفیر صاحب موږ په ګرمجوشۍ سره رخصت کړو او ماته یې په زوره زوره وویل: «محسود صاحب، ډاکتر صاحب ته مې ډېر سلامونه وایه.»
او په زړه کې به یې ضرور وي چې: «خدایه! د دوی لاره بیا په پراګ مه کړه.»
په هوایي ډګر کې یو چالاک کابلي، چې د اقتصاد په وزارت کې لوی افسر او په پولنډ کې یې تعلیم خلاص کړی و، د پښتون سوسیال دیموکرات ګوند مشرتابه په رڼو سترګو وغولوله.
زموږ سره خو نور سامان نه و، یوازې جامې او څه ناڅه سوغاتونه وو. ده د نر زوی درې څلور غټ غټ بکسونه تر خولې پورې ډک کړي وو.
موږ ته یې وویل چې که ټول زما په نوم کېږدي، نو ډېره خرچه راباندې راځي؛ او که ستاسو په نوم ثبت شي، نو زه به د اضافي وزن له جریمې خلاص شم. موږ ورسره هو وکړل.
وروسته مو خیال وکړ چې که غلط مواد یې پکې ایښي وي، نو په مفتو مو ځانونه قاچاقبران کړي. دا ځکه چې په دې ډول ډېر بېګناه او بېخبره خلک په هوایي ډګرونو کې د هیروینو په قاچاق کې نیول شوي دي.
بیا پولیسو ته سل ځله ووایه چې دا بکس د فلاني سړي دی ، چې کله ګیر شوی، بیا به هفه فلانی په دوربین کې هم نه ښکاري؛ خو خدای خیر کړی، داسې څه په کې نه وو.
دا کابلی له ډاکتر ستوري صاحب سره په یوه سیټ باندې ناست و او ورو ورو یې له کبیرجان سره ګپ پیل کړ.
نصیرخان او جلیل، چې یوازې ځوانان نه وو؛ بلکې ډېر ښایسته زلمیان وو، د کبیر نه یې پوښتنه کړې وه چې دوی ودونه کړي دي؟
کبیرجان ځواب ورکړی و چې نه.
کبیر ویل چې په الوتکه کې سودا پیل شوه. کابلي ورته ویلي وو چې زما دوه پېغلي لوړنه د کابل په پوهنتون کې دي. دواړو ته بې واده کړم. کبیرجان ویل ، چې ژر ژر یې د بټوې نه د لوڼو تصویرونه راښکاره کړل.
دا کابلی پخپله خورجن او تورسړی و. داسې معلومېده چې چېرې نیکونه یې د جنوبي هند نه راغلي او په کابل کې اباد شوي وي. لوڼه یې دواړه خورجني (بدرنګې) او د نظر عینکې یې په سترګو کړې وې، کبیر جان ورته مخامخ ویلي وو، چې دا خو ډېرې خوړجینې دی ، زلمیانو ته ګوره څومره ښکلي دي.
کبیرجان ویل چې سمدستي یې ځواب راکړ چې ډېري قابلې دي. چې دا سودا ونه شوه، نو د بکسونو کار یې هسې هم کړی و او نوره دلچسپي یې بیا ختمه شوه.
ماسکو ته چې راورسېدو، دلته ځینې نورې سپرلۍ راوختلې. زما سره د سیټ په څنګ کې د پغمان او که د لغمان یو پښتون کښېناست. ویل یې چې زه ژورنالیست یم؛ مګر ماته د خاد والا معلومېده. دا ځکه چې ډېرې څرګندې خبرې یې کولې. په دې وخت کې دوه غټې غټې
روسي ښځې د صفایي لپاره راوختلې. ما بوټان ایستلي وو؛ نو دې ژورنالیست راته وویل چې بوټانو ته دې خیال کوه، چې بابوشکه یې درنه پټه نه کړي. روسان مشهور غله دي.
نو ما خیال وکړ چې روسان کله هم افغانان نه شي غلامان کولی. دا ځکه چې هندوستاني او پاکستاني ته نن هم پیرنګیان ریښتوني برېښي؛ د غلامۍ دومره اثر پرې پروت دی. مګر بل اړخ ته افغان ژورنالیست ته ځان دومره غوره برېښي چې روسان ورته غله معلومېږي. که څه هم دا به خلکو ته وړه خبره مالومېږي، مګر د سایکالوجۍ له نظره دا ډېره لویه خبره ده.
بیا یې پوښتنه وکړه چې کابل ته څه شي لپاره ځې او له کومه راغلي؟
ما ورته ټوله کیسه وکړه. ویې خندل چې بېګاه د افغانستان راډیو او تلویزیون اعلان وکړ چې څلور سوه مشهور افغانان له اروپا نه بېرته خپل وطن ته راغلل.
ما ورته وویل: « مونږ خو څلور یو او بیا بېرته جرمني ته؟»
خو ویل یې چې دا اوس زموږ د ژورنالیستانو کار دی چې له تاسو موږه څومره جوړوو. په دې وخت کې افغان حکومت د یوې کورنۍ نه سل جوړوي.
هغه وخت چې کابل ته ورسېدو، نو په موږ باندې ډېرناوخته و. لویه جرګه په اخري مرحلو کې وه. مسلم په میزایل ګوزار کړی و. دا خبره ما د بيبيسي د انګرېزي پروګرام له لارې واورېدله، چې مسلم په لویه جرګه میزایل ویشتل و.
وروسته چې کابل ته ورسیدو ، نو څرګنده شوه چې دا څوک دی. خلکو د ده له کردار څخه نفرت کاوه. دا شرابي، زناکار او جوارګر (قمارباز) سړی و. اول په حکومت کې و، بیا مجاهد شوی و او بیا حکومت ته ورغلی و، او د ډاکتر صاحب سره یې ورانه وه. چا ویل چې له خادیانو سره په ډزو کې زخمي شوی دی، د روسانو نیازبین دی.
څه وخت چې موږ ورسېدلو، داخل حکومت زموږ ځای په انترکانټینینټل هوټل کې ټاکلی و. دلته د لویې جرګې لپاره د نړۍ ټول ژورنالیستان هم ځای پر ځای شوي وو.
او موږ خبر شو چې د کوزې پښتونخوا نه د NAP سر مشران هم راغلي دي. د پنجاب، سند او بلوچستان څخه هم NAP مشران راغلي وو.
د پښتنو په مشرانو کښې خان لالا محمد افضل خان، بېګم نسیم ولي خان، بشیر بلور، عبداللطیف اپریدي، فرید طوفان، ارباب همایون، جسټس عبدالخالق خان، میا افتخار او د سند د NAP صوبایي صدر جناب رسول بخش پلیجو، چې دا پخوا د افضل بنګش ملګری او ماویست و، او عوامي تحریک یې جوړ کړی و او بیا د پنجابیانو او چینایانو د دوستۍ په وجه د چین ضد شوی و. په اخیر کې NAP ته راغلی و.
په حقیقت کې دی یو سندهي قومپرست وو او ددی د بلوڅانو مشر جناب نواب خیر بخش مري صیب نه مخکې کابل ته رامهاجر شوی و
د NAP مشران ټول په وزیر اکبر خان کې د شهزاده احمدشاه په بنګله کې راټول شوي وو، چې حکومت ترې ریسټ هاوس جوړ کړی و؛ مګر یوازې لطیف اپریدي پرچمیانو په انترکانټینینټل هوټل کې غلی کړی و، چې دوی به ډلې ډلې ورته راتلل، پټ پټ سازشونه به یې ورسره کول.
دا ځکه چې دوی په خیال “اپریدي صاحب” دوی ته ډېر ورنږدې و. څوک چې د کمونستانو د خویونو او عادتونو سره اشنا وي، نو دا د دوی مجبوري ده چې دوی به هرومرو په کور کې کورکۍ جوړوي.
د نسیم بيبي د انټلیجنس چیف فرید طوفان وخت پر وخت بيبي د اپریدي صاحب او نورو کابلي او باګرامي کمونستانو د سازشونو څخه خبروله.
موږ چې مشران ولیدل، نو راته معلومه شوه چې کمونستانو د بېاعتبارۍ تخم پاشلی و.
د کمونستانو د پټو سازشونو هدف نسیم بيبي وه؛ مګر په ښکاره به دوی فرید طوفان او جج صاحب عبدالخالق په نښه کول، چې دوی دواړه د ISI خلک دي؛ مګر په حقیقت کې د دوی هدف بيبي وه.
دا ځکه چې بيبي د کمونستانو په چلونو له ټولو نه ښه پوهېدله. د کابلي او باګرامي کمونستانو خیال و چې بيبي ډډې ته شي، نو بیا NAP کې داسې څوک نشته چې دوی د مقابله وکري.
کمونستان د ولي خان په سیاسي میراث باندې د خېټې اچولو په تکل کې وو، چې پدې کې د لرې او برې پښتونخوا کې ټول کمونستان په یوه خوله وو او کابلي خادي مشران د خان عبدالولي خان له سیاست نه بیزاره وو.
که څه هم دوی دا په څرګنده نه ښکاره کوله؛ مګر په پټه پټه ډېر په تېزي سره لګیا وو.
حقیقت دا و چې د روسانو او افغاني کمونستانو دا خیال او توقع وه چې NAP به د افغانستان نه مهاجرو شویو افغانانو خلاف په کوزه پښتونخوا او بلوچستان کې کاروایي وکړي.
همدا وجه وه چې دوی به ځای پر ځای دا شکایت او ګیله کوله چې د ولي خان نه څه ګټه؟ باید NAP زموږ دښمنان د خان دښمنان ګڼلې وای.
هم په دې سلسله کې ډاکتر ضمیر، چې د پرچمي ګوند د بهرنیو چارو مشر و او د ببرک کارمل د ترور زوی، زما، کبیرجان ستوري، نصیرخان او جلیل په مخ کې پر ولي خان حمله وکړه.
ویل یې چې ولي خان لاس تر زنې ناست دی، اخوانیان په پېښور او کوټه کې مست ګرځي.
ما سخت بېعزته کړ. ما ورته وویل چې تاسو کابلي او د پېښور کمونستان شپه او ورځ د ولي خان او نسیم بيبي خلاف پروپاګند کوئ. ستاسو څه خیال دی، چې ولي خان او یا موږ ماشومان یو؟
چې کومې لوبې تاسو د قومپالو خلاف پیل کړې دي، موږ ته هر څه معلوم دي.
موږ، او په خاصه توګه خان عبدالولي خان، درته ویل چې مرګ او ژوبلې نه ډډه وکړئ، تاسو به شاته پسې خندل.
دا ځکه چې تاسو د شمالي ګاوڼډي په زور مغروره وئ؛ اوس چې تاسو او ستاسو شمالي ګاونډي غول وکړل اوس ولي خان در یاد شو!
نورې ډېرې سپکې مې ورته وویل، چې تاسو “اپریدي” په هوټل کې له نورو مشرانو د سازشونو لپاره ساتلي دي. وخت پر وخت خادیان ډلې ډلې ورته راځي.
دوی خو ټول خادیان جوړ شوي وو، ښه مې بېعزته کړ. بیا یې وویل چې زه د ده په خبره سم نه یم پوه شوی. په دې یې ځان خلاص کړ.
ماته نصیرخان وویل چې اوس پکار دي چې دې حادثې نه نسیم بيبي خبره کړو، چې هسې نه کمونستان اولټه راپور ورکړي.
موږ نسیم بيبي خبره کړه. بيبي ویل یې چې: «بچو، ماته هر څه معلوم دي.»
په دې زمانه کې اجمل صاحب هم اکبرخان غاړې ته کړی و. اجمل صاحب ته یوازې ګلاب زوی ورپاتې و.
اصولي خلقیان هم بېواکه او بېقیمته وو. زموږ سره یوازې د پرچمي پښتنو راشه درشه وه.
هغه وخت چې زموږ مشران د کمکی (واړه) خیبر نږدې را رسېدلي وو، مجاهدینو د راکټونو خطا خطا ډزې پرې کړې وې.
ما ته وروسته په جرمني کې د ګردي غوث پیرمحمدخان خبره کوله چې ما هلکان پوه کړي وو چې داسې ډزې پرې وکري چې د دوی له بکتربند ګاډیو نه سل ګزه وروسته او یا مخکې ولګېږي، چې یوازې دوی ته پته ولګېږي چې مجاهدین ناراض دي.
جج صاحب عبدالخالق خان په بشیر بلور ټوکې کولې چې بشیر بلور ښاري بد معاشي کړې. د راکټونو ګوزار یې لیدلی نه و. ویل یې چې راکټ به مخکې او یا وروسته ولګېد؛ نو له ګوزار سره به ګرد پورته شو؛ نو په بشیر بلور باندې به تبه راغله.
بشیر بلور د لویې جرګې په دوران کې بیمار پروت و، خېټه یې خرابه وه کېدای شي چې ډوډۍ او یا اوبه ښې نه وي پرې لګېدلې وي؛ خو جج صاحب ویل چې له ډاره بیمار شوی دی.
جج صاحب ویل چې د ده دا خیال و چې له ډاکتر صاحب سره به رنګارنګ پوزونو او نخرو کې تصویرونه واخلم. اوس یې دا حال دی چې له کوټې نه ، نه شي راوتلی.
راکټونو ټول مشران ډار کړي وو. هغه وخت چې جلالاباد ته رسېدلي وو، نو باقي لاره یې په الوتکه کې لنډه کړې وه.
ماته ارباب همایون ویل چې دا پوځي الوتکه وه، سیټونه پکې نه وو. د مېلې غوایانو غوندې ور دننه شولو، چترۍ یې هم راکړې.
ارباب صاحب ویل چې چترۍ زما په ناپ نه وه، ما هسې چترۍ واخسته
ویل، چې که چېرې زموږ الوتکه په سټینګر لګېدلې وای؛ نو که هم چترۍ وه او که نه، موږ یې یو هم په چل نه پوهېدلو، هسې مو تړلې وې.
خو کابل ته رسېدلي وو، د ټولو د ډاره له مټوکي شوي وو، اوبه او ډوډۍ یې له ستوني سم نه تېرېدل.
دومره ډار شوي وو چې په واپسي کې هند، ډیلي ته لاړل او له ډیلې نه بمبۍ ته او د بمبي نه کراچۍ ته او بیا پېښور ته راغلي وو، چې درې ورځې، څلور ورځې پرې تېرې شوې وې.
زما په مخ کې رحیمالله یوسفزي، چې نن سبا مشهور ژورنالیست دی، یو مشر ته وویل چې تاسو ته پکار دي چې په څټ پېښور ته په هغه لاره لاړ شئ، په کومه چې راغلي یئ. دا د شرم خبره ده چې تاسو هند ته او بیا پېښور ته راځئ .
دې مشر یوسفزي صاحب ته وویل چې اول د مرګ او شرم په فرق ځان پوه کړه.
یوسفزي ورته وویل چې زه خو پرې ور روان یم، هر څه چې وشول، پروا نشته.
مشر ورته وویل چې ته خو ځوان یې توکل دې مضبوط، دی ، مونږ بوداګان شوي یو، انسان چې څومره زړېږي، هغومره له مرګه ډارېږي.
خو ماته دې مشر وروسته وویل چې یوسفزي زورور دی، زموږ سره د سند او پنجاب ملګري دي، باید دوی روغ ورسوو.
موږ له دستور سره سم اول د ګوند د وړو وړو مشرانو سره لیدنې کتنې وکړې.
څه وخت چې جرمني ته بېرته راتلو، نو د دولت له رئیس صاحب، جناب ډاکتر نجیب الله احمدزي، سره مو لیدنه کتنه وشوه. دا ځل زموږ لیدنه کتنه پټه نه وه؛ خو بیا هم ډاکتر صاحب پوښتنه وکړه چې که زموږ پرې اعتراض نه وي، نو ملاقات به ژوندی په افغاني تلویزیون وښودل شي. موږ ورته د هو سرونه وخوځول.
بیا ژر ژر د تلویزیون ډله راغله. دوی کمرې او رڼاګانې سمې او خپرې کړې. داخل زموږ د ډاکتر صاحب په دفتر کې کمونیزم کتاب په دوربین کښې هم نه ښکارېده. ډاکتر صاحب اول افسوس ښکاره کړ چې موږ په وخت لویې جرګې ته راونه رسېدلو.
ما په ټوکه کې ورته وویل چې ښه وشول، د مسلم د میزایلو نه په امن پاتې شو.
ډاکتر صاحب وخندل او ویې ویل چې مسلم مست افغان دی.
ډاکتر صاحب لومړی کبیرجان ستوري ته د خبرو وار ورکړ. ډاکتر کبیرجان ورته وویل چې زموږ د ګوند او ملګرو سیاست ښکاره دی. موږ نه وزارتونه غواړو او نه سفارتونه. زموږ یو ارمان دی چې روسي پوځیان له افغاني خاورې څخه ووځي. او بیا د افغانانو خبره ده چې دوی د خپل کور انتظام څنګه کوي.
موږ د یوه ګوندي حکومت مخالف یو؛ که دا کمونستي، مذهبي یا ملي ګوند وي، موږ به یې مخالفت کوو؛ خو دا مخالفت به د توپک په زور نه؛ بلکې د منطق او عدم تشدد په ذریعه وي.
او زیاته یې کړه چې زموږد ګوند دا ټینګ یقین (باور) دی چې ډېر ګوندي سیاست د لوی افغانستان لپاره ګټور او د افغانانو لپاره منلو وړ دی؛ ځکه چې په یوه ګوندي حکومت کې د سیاسي اتڼ لپاره میدان تنګ اولنډ وي قدرت ته د رسېدلو لپاره یوازې یوه دروازه وي؛ نو په دې دروازه کې د ننوتلو په وخت غوبل وي. باید د ډېر ګوندي سیاست په لاره د قدرت ته رسېدلو لپاره میدان ارت او دروازې ډېرې وي.
او بل یې وویل چې زموږ او نورو ګوندونو په منځ کې بنسټیز فرق دا دی چې نور ګوندونه د ډیورنډ کرښه تش په خوله یادوي؛ مګر څه وخت چې قدرت ترلاسه کړي، یې بیا شاته واچوي.
زموږ ګوند د کوزې او برې پښتونخوا د ګوندونو نه یو بل څرګند فرق دا دی چې زموږ په ګوند کې د لرې او برې خوا افغانان برابر حقوق لري. د کوزې خوا موږ ته د مېلمنو په سترګه نه ګوري او دوی ته موږ د میلمنو په سترګه نه ګورو.
دا اوس چې موږ ستاسو سره خبرو ته ناست یو، موږ د لوی افغانستان د وګړو په حیث ناست یو. که څه هم علي خان، جلیل او نصیرخان د کوزې غاړې دي؛ مګر دوی ځانونه د دغو نورو غوندې مېلمانه نه ګڼي؛ بلکې د دعوه ګیر په څېر درسره خبرې کوي.
او ما نور هم ورڅرګنده کړه چې ډاکتر صاحب، تاسو ته امیر عبدالرحمان خان وایو او موږ ځانونو ته اصلي افغانان، یعنې احمدشاهي افغانان وایو.
همدا وجه ده چې زموږ د ګوند بنسټیز اصول د ټولو افغانانو یووالی او د تش په نوم ډیورنډ کرښې خلاف جهاد دی. دا ځکه چې د دې کرښې په وجه د لوی افغان وجود ویشلی او شل پروت دی. دا نن سبا چې کوم ګړ بړ دي، د دې غټه وجه همدا سپېره کرښه ده. د ټولو مرضونو مور ده، نو موږ به له هر څه تیرشو؛ مګر د پښتون د یووالي له اصولو نه به کله هم تیر نه شو. نورې اخوا دزخوا خبرې هم وشوې.
بیا ډاکتر صاحب د لویې جرګې کار روایي لنډه غوندې تیره کړه، چې په هغې کې دوۍ نوی دستور (اساسي قانون) منظور کړی و. او ډاکتر صاحب د دولت رئیس منل شوی و، او د ملي روغې جوړې لار د لویې جرګې له خوا منل شوې وه.
او بیا یې د روسي عسکرو په اړه وویل چې دوی به هرومرو وځي، ګورباچوف روغه غواړي.
ده زیاته یې کړه چې په روسانو، پاکستانیانو، امریکایانو، زموږ په ګوند کې او په مرورو (په خندا) افغانانو کې خلک شته چې دوی د ملي روغې جوړې مخالفت کوي، نورې خبرې کوي؛ خو اصلي خبره دا ده چې که روغه وشي، نو د ډېرو خلکو اقتصادي ګټې په خطر کې لوېږي.
د افغانانو په وینو باید نور تجارت پای ته ورسېږي. که څوک خوشحالېږي او که خفه کېږي، زه دا پروسه روانه ساتم. امید لرم چې تاسو به یې ملاتړ وکړئ؛ لکه څرنګه چې تاسو وویل چې ستاسو نه وزارتونو او نه سفارتونو ته سترګې خړې دي؛ نو زما په خیال (خنده) ستاسو ګټو ته د ملي روغې جوړې نه جدي خطر نشته.
ټولو وخندل، مونږ ورته وویل چې په دواړو سترګو. مجلس په دې هیله سرته ورسید چې تماس به سره ساتو. دا رسمي کتنه وه؛
غیر رسمي یا پرایویټ خو وروسته هم ډېر ډېرد ډاکتر صاحب سره ملاو شو. د ګروپ په شکل کې مو فوتوګرافي ورسره وشوه.
یو ماښام موږ ټول مشران او کشران د شهزاده احمدشاه په کور کې راټول شوي وو. د موسیقۍ لپاره منګل او نغمه هم حاضر وو. چې د شپې دولس بجې شوې، نو د خاد والاو منډې رامنډې پیل کړې. چا پکې غږ وکړ چې ډاکتر صاحب راغی.
ډاکتر صاحب افغاني کالي اغوستي وو او ښایسته پېښوری پټو یې تر ځان تاو کړې وه. راغی، خندل یې چې تاسو خانونو ته پروګرام جوړ کړی دی. زه او مېرمن مې یوازې ناست وو؛ نو خیال مو وکړ چې موږ څه ګناه کړې ده چې د منګل او نغمې له سندرو نه خوند نه اخلو.
څه وخت پورې ټنګ ټکور وشو، بیا سیاست پیل شو.
د سند د NAP مشر رسول بخش پلیجو ډاکتر صاحب ته په اردو او انګلیسي کې ویل چې رښتیا مو د روسانو ایستلو پرېکړه ده او که نورې خبرې دي؟
ډاکتر صاحب په انګلیسي کې ورته ویل چې نه، پرېکړه اخري ده؛ د روسانو موجودیت افغانستان ته د ګټې پر ځای زیان دی.
نو بیا پلیجو نیم په ټوکه او نیم په رښتیا کې ورته ویل چې دا خو به تاسو ته مشکله شي. مغربي اخبارونه خو له اوس نه داسې کارتونونه جوړوي چې روس هليکوپتر پورې تاسو نښلوي او د دفتر د چت نه مو پورته کوي.
ټولو پرې وخندل.
ډاکتر صاحب په اردو کې داسې ورکړ چې: «پلیجو صاحب، هم بهاګني والي نهي؛ بلکه بهاګاني والي هي»؛ یعنې موږ تښتو نه , بلکې نور تښته وو.
او ډاکتر صاحب تر شهادت پورې په افغانستان کې پاتې شو.
انترکانټینینټل هوټل او بېرته تګ
موږ به د شپې لپاره هوټل ته راتلو. دلته د نړۍ ژورنالیستان د لویې جرګې د کار روایي د Cover لپاره راغلي وو.
یو ماښام ناست وو چې په لږ حد کې (نژدې) یوه بله ډله ژورنالیستان ناست وو. دوی د لویې جرګې او په خاصه توګه د روسانو په وتلو او د هغوی نه راولاړو شویو ربړو باندې هر چا خیالي آسونه ځغلول.
چا به ویل KGB چل کوي، دوی به کله هم له افغانستان نه لاړ نه شي. چا به ویل چې له ځانونو سره افغاني کمونستان هم وباسي. هسې هم د روسانو د پوځونو نه پرته د ډاکتر صاحب حکومت مجاهدینو ته درې ورځې هم نه شي ټینګېدلی.
چا به ویل چې کورنی جنګ به پیل شي، له افغانستان نه به بیا یو بل لبنان او د کابل نه بیروت جوړ شي. افغانستان به د هېواد په حیث د نړۍ له نقشې څخه ورک شي.
په موږ باندې دا خبرې ډېرې بدې ولګېدې؛ مګر له زغم څخه مو کار واخیست. موږ هم په بحث کې ورګډ شو.
زما انګرېزي له پښتو وروسته دویم نمبر ده؛ نو د ژبې څه مسئله نه وه.
ما ورته ویل چې افغانستان د بریتانوي هند او زارې روس په منځ کې ژوندی پاتې شو. دا هېواد هېڅوک هم د نړۍ له نقشې څخه ورکولی نه شي. پرنګیان درې ځله راننوتل؛ خو هر ځل شرمېدلي او رنګېدلي پوزې لاړل.
اوس تاسو ویني چې روسان په نویو وسلو مسلح دي او ناکام شول؛ نو زه په دې باور لرم چې افغانستان د هېواد په حیث څوک له منځه نه شي وړلی.
دا ځکه چې د افغانستان تجزیه تقریباً د آسیا او اروپا ټول هېوادونه د تجزیې سره مخامخ کوي. دا ځکه چې سوچه او خالص د یوه قوم هېواد نشته.
تر څو پورې چې د ډاکتر صاحب حکومت دی، هغه به پاتې وي؛ او که نه شي پاتې، دا څه غټه خبره نه ده. حکومتونه او شخصیتونه ځي او راځي؛ خو د کورني جنګ په اړه نور څه نه وایم او یوازې له خدای (ج) څخه سوال کوم چې: «خدایه! افغانستان د کورني جنګ څخه وژغوري!»؛ خو خدای (ج) زما دعا منظوره نه کړه.
په دې ژورنالیستانو کې یو جرمنی، چې د جرمني ARD TV د ډیلي د سټوډیو مشر وو وپېژاند . ده راته وویل چې ما ډېر کوښښ وکړچې له ډاکتر صاحب سره ځانته مرکه وکړم؛ مګر کامیاب نه شوم.
ما جواب ورکړی چې زه دې ذمهوار یم. اول خو یې وخندل، چې ګني زه هسې لاپې کوم. دې نورو ژورنالیستانو هم وخندل.
چې مجلس خلاص شو، نو په جرمني ژبه کې یې راته وویل چې زه او ته خو هسې کلیوال راوختو، ګپ لګوې او که په رښتیا څه درک درته معلوم دی، ما خواب ورکړ چې ، زه ډاکتر صیب له ډېرې مودې څخه پېژنم
ده خپل کارډ راکړ ما له افراسیاب خټک صاحب سره، چې په کابل کې اکبرخان صاحب و، رابطه ونیوله او دا کیسه مې ورته وکړه. افراسیاب د ډاکتر صاحب نه د مرکې وخت اخیستی و.
تر هغه پورې د دې سړي باور نه کېده، تر څو پورې، چې په سرکاري موټر کې سپور شوی نه و. وروسته چې راغی، ډېر خوشاله و. د ژورنالیستانو په خپلو کې رقابتونه وي. دا نور یې تنګول چې دی یوازینی ژورنالیست دی چې له ډاکتر صاحب سره یې ځانته مرکه کړې وه.
ماته یې ویل چې ډاکتر صیب ته ما ستاسو نوم یې یاد کړ، هغه په رښتیا پېژندلی. ما په ټوکه کې وویل چې زه غټ سړی یم؟ او که غواړې، زه په ډیلي کې د راجیو ګاندهی، د هند وزیر اعظم، سره د ډاکتر صیب په څېر بندوبست وکړم.
ماته یې وویل چې راجیو ګاندهی پېژنې؟ ماته ورته وویل چې هو! خو پوښتنه ځنې هېره شوه چې راجیو ګاندهی ما هم پېژني او که نه.
دا د ډاکتر صاحب ملاقات یقیني کړی وو او ما د یونس خان په نوم لیک ورکړ. یونس خان د یحیی جان ورور و. د هند د تقسیم په وخت کې له جواهر لعل نهرو سره په ډیلي کې پاتې شوی و. په هند کې وزیر او سفیر هم پاتې شوی و.
د یحیی جان مېرمن د باچا خان لور ده. د یحیی جان کور پېښور په یونیورسټۍ ټاون کې و؛ نو ما د یحیی جان او نیشنل عوامي ګوند له نورو مشرانو نه د یونس خان د هغې کیسې اورېدلې وې.
څه وخت چې د سنجي ګاندهی واده کېده، نو یونس خان، یحیی خان ته د ګډون لپاره ډېر بلنلیکونه رالېږلي وو. ماته یحیی جان وویل چې که زړه دې کېږي نو بلنلیک واخله او ډیلي ته لاړ شه.
وروسته یحیی جان په کور کې د سنجي ګاندهی د واده تصویرونه راوښودل؛ نو ما یونس خان ته ټوله کیسه ولیکله چې زه تاسو څنګه پېژنم او خپل تعارف مې ورسره د PSF د مشر په توګه وکړ.
او دا مې ورته ولیکل چې که ممکن وي، د دې جرمني ژورنالیست ملاقات له وزیر اعظم سره وکړه، چې په ډیلي کې پوخ دفتر لري.
زما پوره یقین نه و؛ مګر څه وخت چې یې زما لیک یونس خان ته ورکړی و، یونس خان ټکي په ټکي عمل پرې کړی و.
د ګاندهی سره د ملاقات بندوبست یې ورته کړی و. یونس خان د راجیو ګاندهی او سنجي ګاندهی یو قسم انکل و.
دې ژورنالیست له ډیلي نه ماته د ملاقات وروسته ټیلیفون وکړ او ډېر خوشاله و، او په خاصه توګه د یونس خان نه، ویل یې چې دا خو ټول شهزادګان دي.
وروسته چې د هامبورګ ښار ته رابدل او بیا وروسته پنشیني (تقاعد) شو، د راجیو ګاندهی او ډاکتر صاحب په شهادت یې زما سره تلیفوني لاسنیوی وکړ.
د کارډ درک یې داسې دی:
Peter Krebs
Correspondent for South Asia
Chief of Studio New Delhi
German Television Network (A.R.D)
A Public T.V. Service of Germany
Off: 116, Sunder Nagar, New Delhi – 110003, India
Tel: 616857 – Telex: 31-63354 – ARD-IN
مخ ۵۴۰
یوه شپه په هوټل کې ډوډۍ شوې وه چې زښت ډېر حکومتي افسران هم پکې وو. ډېر ودکا شراب د کوکاکولا غوندې پراته وو. زموږ د کوزې او برې خوا کمونستانو دومره وڅښل چې نور سم تللی نه شول. دا ځکه چې د مفتي (وړیا) کار و.
یوه خادي کابلي افسر زما نه په ماته ګوډه پښتو کې پوښتنه وکړه چې ته ولې شراب نه څښې؟
ما ورته ویل چې زما بدي شي. دا سړی نشه هم و، راته یې ویل چې ته څنګه په جرمني کې ژوند کوې چې شراب هم نه خورې ؟ افغانان څښل ورته وایي.
ما ورته ویل چې دا ضروري نه ده چې یو سړی په اروپا کې اوسېږي؛ نو هغه دې هرومرو شرابي وي.
ما ورته ویل چې ما ته ډېر داسې جرمنیان مالوم دي چې پخپل عمر یې شرابو ته خوله هم نه ده وروړې. دوی یې د عقیدې له نظره مخالف نه دي؛ بلکې وجود ته یې زیانمن بولي.
تر آخره پورې یې سر پرې خلاص نه شو. ما ورته ویل چې ستاسو ووکا مبارک شه او زه به د دې پر ځای کاویا وخورم.
کاویا د کبانو هګیو ته وایي، چې په اروپا کې ډېر قیمتي خوراک دی.
د خادیانو لپاره شراب قیمتي وو، د کاویا په قدر او قیمت نه پوهېدل. زموږ ملګرو کاویا ښه په زور وخوړه. دا یو خاص قسم کب دی چې په بحیره خضر ( خذر) کې ژوند کوي. ایرانیان او شورویان له دوی نه دا کاویا راوباسي.
دا د شرابو مرض د ثور د بدبختۍ نه وروسته اوس پېښور ته هم راکوز شوی دی. شرابیان پخوا هم وو؛ خو ډېر په ادب به یې دا کار کاوه. مګر نن سبا په پېښور کې ادب ورک شوی دی. شراب څښل دوی د ماډرنتوب نښه ګڼي.
او دا کمبختان په دې نه پوهېږي چې شراب وجود ته څومره زیانمن دي. د شرابو سره چې مناسبه ډوډۍ نه وي، بیا وجود ته ډېر زیانمن دي.
په کابل کې د شرابخورۍ مرض د کمونستانو څخه ډېر پخوا رواج شوی و. او ټول خو د اصلي شرابو وس هم نه لري. په آخر کې یې په دېسي شرابو باندې پیل وکړ، چې په مسلکي ژبه کې ورته ټره وایي.
دا ټره د غریبو شرابیانو، چې د ګنې نه یې په مقامي توګه جوړوي، په کوزه پښتونخوا او پاکستان کې یې استعمال ډېر دی او په خاصه توګه شاعرانو، سندرغاړو او قوالانو کې عام دی.
یوه ورځ هوټل ته انور ظفري او یو بل وردګ، ډاکتر انورجان، راغلل. دوی دواړه خلقیان وو. انور ظفري په جرمني کې سبق ویلی و او په کابل کې د خوشحال خان بابا له لیسې نه فارغ شوی و.
ډاکتر وردګ هم د ثور د بدبختۍ نه لږ مخکې جرمني ته راغلی و. څه وخت چې ترهکي اقتدار ته راغی، دوی دواړه ژر ژر افغانستان ته لاړل او په ښوښو ځایونو کې مقرر شوي وو. موږ د جرمني نه پېژندل.
بیا چې روسان او پرچمیان راغلي وو، دوی له غوړو پوستونو څخه شړلي وو او د بېکارۍ په منځ کې ګرځېدل ، خو قسمت یې ښه و چې زنداني او یا مړه شوي نه وو، موږ ته په ډېر هیبت راورسېدل. دومره هیبت اخیستی وو چې موږ ته یې د سترې مشې خواب هم په جګ غر نه راکاوه.
د ګونګیانو په څېر انور ظفري په کاغذ راته ولیکل چې پولیسو ستاسو په کوټو کې د جاسوسۍ آلات ځای ځای کړي دي، خیال کوئ.
موږ وخندل چې مونږ خو څه کودتا نه کوو.
بیا یې ولیکل: «تاسو چې په خپل منځ کې څه مجلس کوئ، دا ټول دوی ریکارډ کوي.»
موږ ورته ویل چې دومره وارخطا یې، ځئ ، چې ورجني (بهر) برنډې ته لار شو.
بهر دواړو خبرې پیل کړې. کبیرجان په انور ظفري پورې ټوکې کولې چې اول زما خیال پیدا شو چې روسانو او پرچمیانو ژبې درنه پرې کړې دي.
دوی راته ګیله وکړه چې دا دومره وخت مو کوښښ کولو چې له نسیم بيبي، تاسو او نورو مشرانو سره وګورو؛ خو پرچمیان مو نه پرېږدي. اوس هم په غلا راغلي یو.
ما ورته ویل چې اوس یې پروا مه کوئ. هېڅوک مو د نسیم بيبي او نورو مشرانو له ملاقات څخه نه شي ایسارولی.
موږ دوی له ځان سره واخیستل او د مشرانو هیډکواټر ته مو بوتلل.
څه وخت چې پرچمي افسرانو دواړه د نسیم بيبي په څنګ کې ولیدل، نو کاږه کاږه یې ورته کتل. دوی دواړه عاجزان به ، لکه د وړو ماشومانوپه څیر په نسیم بيبي پورې پټېدل.
فولاد صاحب او وزیري صاحب ورته غاښونه چېچل، دا ځکه چې دا یوازې د پرچمیانو او بیا په خاصه توګه د ډاکتر صاحب د خاصو خلکو ښکارگاه وه. بل څوک یې نه شو زغملی، چې له مشرانو سره وګوري.
دوی دواړو له مشرانو سره ښه تصویرونه واخیستل او ورو ورو د دوی ډار ورک شو . وروسته مست دومره شول، چې موږ ته یې ویل، څه وخت چې موږ د ډاکتر صاحب سره ملاقات کوو، د دوی سفارش وکړو چې یو یې په هند او بل په جاپان کې سفیران مقرر کړي.
موږ ته به خندا راغله چې: «لېوني یې کلي کې نه پرېښودل او هغه خپل کالي د ملک سره اېښودل.»
ډاکتر وردګ وروسته بیا جرمني ته راغی او انور ظفري په پېښور کې اوسېږي.
زموږ له تګ نه مخکې مشران لاړل. دوی مو د کابل هوایي ډګر نه د ډیلي په لوري رخصت کړل. د حکومت په غټو خلکو کې د سرحداتو وزیر سلیمان لایق صاحب پخپله هوایي ډګر کې د رخصتۍ پر وخت موجود و. او نور ډېر پښتانه پرچمي افسران هم موجود وو.
سبا موږ هم د تګ اراده وکړه. زموږ سره په الوتکه کې ډېر روسان وو. هر یوه دوه دوه ګړۍ (ساعتونه) په لاسونو پورې تړلي وو او جاپاني راډیوګانې او ټیپونه هم ورسره وو.
د کبیرجان سره د سیټ په څنګ کې یو روسی ناست و. داسې معلومېده چې د KGB سړی وی؛ خو ده ویل چې زه په افغانستان کې د زراعت په اړه مشاور یم.
کبیر جان ورته وویل چې تاسو شورویان ځان ته غنم نه شئ پیدا کولی، د برازیل، امریکا، استرالیا او ارجنټاین څخه یې راغواړئ ؛ نو ته به په افغانستان کې څه مشوره ورکړې؟ اول ځان ته غله پیدا کړه او بیا نورو ته مشورې ورکوه.
روسي یې ډېر سخت په عذاب کړی و.
کبیرجان سخت لېونی قومپرست افغان دی، روسان یې ډېر بد راتلل.
ما د کبیرجان نه پوښتنه وکړه چې دومره دې ولې په عذاب کړ،
ستوري صاحب؟ راته یې وویل چې وجه یې دا وه چې له ما نه یې انګلیسي کمزورې وه؛ نو ما به دړکې پرې کولې. او بله وجه یې تاسو ته معلومه ده، چې تر څو پورې په افغانستان کې وي، زموږ دښمنان دي.
کله چې موږ بېرته راغلو، نو د ۱۹۸۸م کال د جنوري په ۲۰مه نېټه، لوی بابا، لوی فخر افغان، وفات شو.
https://pashtoonkhwa.com/files/books/pdf24_zusammengefugt_10082025.pdf
Adovcate Ali Khan Mahsood
Pashtoon Social Democratic Party ( PSDP)
-
-
-
