اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

د ګوند جوړښت او هلوځلو ته ځغلنده کتنه

د ګوند جوړښت او هلې ځلې


د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) جوړښت او هلو ځلو ته لنډه ځغلنده کتنه

کله چې په کال 1963 او 1964 کښې د رحمان بابا او خوشال خان لېسو یو شمېر زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته راغلل. په دوی کې ځینې د باچاخان بابا د خدایي خدمتګارو د غورځنګ لارویان وو او د وېښ زلمیانو د غورځنګ تر اغېز لاندې هم وو.


دوی په 1965م کال کښې په فرانکفورت کې د افغاني محصلینو ټولنه جوړه کړه. دا ټولنه یې د 1972 کال د جنورۍ په 4 مه د افغاني محصلینو پر عمومي اتحادیې واړوله او د جرمني د نورو ښارونو د محصلینو ټولنې هم ورسره یو ځای شوې. دې اتحادیې د «سپرغۍ» په نوم خپرونه لرله.


د 1976 کال د جون په 6 مه نېټه یې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې بنسټ کېښود. په دې ټولنه کې د پښتنو ترڅنګ د ملتپالو بلوڅو استازي هم غړیتوب لرلو. دې ټولنې د «ولس غږ» او «وږمه» په نومونو مجلې لرلې.


په 1980 کال کښې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې په یوه لویه غونډه کې د داسې ګوند د جوړېدو وړاندیز وشو، چې د پښتونولۍ او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي او د وطن د خپلواکۍ، قامي وحدت او امن غږ پورته کړي.


له اوږدې تیارۍ، چمتووالي او اړیکو وروسته د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د جوړېدو پرېکړه وشوه. د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري تر مشرۍ لاندې ایډوکیټ علي خان محسود، ارواښاد لیاقت وطنپال او ارواښاد قدوس تندر ته دنده وسپارل شوه چې د ګوند بنسټیزه (منشور او آیین)، ولیکي.

د ګوند بنسټیزه د هېواد دننه او بهر د پښتنو د ملي (قامي) ازادي بخښونکي غورځنګ پلویانو تایید کړه او د 1981 کال د فبرورۍ په 27 مه نېټه په یوه بنسټیزه غونډه کې ومنل شوه او د ګوند جوړېدل په رسمي توګه اعلان شو.

په ګوند کې د پښتونخوا (لوی افغانستان) پښتانه په یوه ټغر راټول شول او د پښتنو یووالی په عمل کې پلی شو. ګوند ورځ تر ورځې پراخېده، همفکره ملګري پکې غړي کېدل او د پښتنو د خپلواکۍ او قامي یووالي (قامي وحدت) نظریه یې په لر او بر کې خپرېده او د قامي شعور او احساس د راویښولو لپاره د خپلې بنسټیزې په رڼا کې یې مبارزه پیل کړه.

ګوند د مشرانو جرګه، د میرمنو څانګه او د ځوان پښتون په نوم د ځوانانو څانګه لري.

ګڼ سیمینارونه، غونډې، جرګې او کنفرانسونه یې جوړ کړل. پرېکړه لیکونه، بې شمېره اعلامیې (پرېس رېلیزونه)، غوښتنلیکونه، وړاندېزونه او د هېواد د سولې او ابادۍ نوښتونه یې وخت په وخت نړیوالو ته رسولي. چې دا هلې ځلې اوس هم روانې دي.


د ګوند د رسمي ثبت په اړه باید ووایم چې په کوزه پښتونخوا کې قامي ګوندونه شته او له هغوی سره زموږ ډېرې موخې شریکې دي، نو د مشرانو په وینا هلته د خپل ګوند ثبت ته دومره اړتیا نه وینو. په بره خوا (افغانستان کې) موږ د ګوند د ثبت لپاره غوښتنلیک ورکړی و، خو د ګوندونو قانون د قام اوسیمې په نوم د ګوند جوړولو اجازه نه ورکوله. زموږ د ګوند نوم «پښتون سوشل ډیموکراټ» و، نو د ثبت اجازه رانه کړل شوه.


د ګوند مالي سرچینه یوازې د غړو د غړیتوب ونډې او بسپنې دي، چې د بانکې حساب له لارې د ګوند کنټو ( حساب ) ته راځي. د مالي چارو د روڼتیا او کنټرول لپاره د ګوند د مشرانو جرګه په خپله هره کلنۍ غونډه کې یو پلاوی (هیئت) ټاکي چې مالي او بانکي چارې او لګښتونه کنټرول او حسابونه وڅېړي.


د ګوند خپرنیز ارګان «پښتونخوا» نومېږي چې 32 ګڼې یې چاپ او انلاین خپرې هم شوې دي او د پښتونخوا په نوم وېبپاڼه لري، چې په پښتو، انګلیسي او الماني ژبو خپرونې کوي او د پښتونخوا په نوم پر فېسبوک، انسټاګرام او اېکس (ټویټر) هم پاڼې لري.


کله چې په پښتونخوا کې پر «پښتون» رسالې بندیز لګېدلی و، د باچا خان بابا په غوښتنه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په جرمني کې د پښتون رسالې یوولس ګڼې چاپ او خپرې کړې.


په جرمني کې «خیبر» مجله، « دخیبر وږمه» میاشتنۍ او «پیر روښان» میاشتنۍ او «ټول پښتون» مجلو، کې د ګوندي ملګرو ونډه جوته ده.


دغه راز په اروپا او په ځانګړې توګه په جرمني کې، د یو شمېر کولتوري ټولنو او خوځښتونو په جوړېدو او فعالیتونو کې د ګوند مخکښو غړو کره برخه لرلې ده.

د پښتنو کولتوري ټولنه، کولن او پښتون کور کولتوري مرکز بن له ګوند سره ګډ کار کوي.


د 1990 کال د فبرورۍ په 17مه د ښاغلي نواز بنګش په نوښت د انګلستان په برمنګهم ښار کې د پښتو نړیوال کانګرس کې ګوندي پلاوي ډاکتر کبیر ستوري، ډاکتر شېرافضل ګردیوال، قانونپوه علي خان محسود او ښاغلي مبارز څاپي برخه واخیسته او د «پښتون انجمن» بنسټ یې کېښود. بیا د پښتون انجمن غونډه د 1991 کال د اپرېل په 20مه او 21 مه د بن Bonn په ښار کې هم جوړه شوه.


د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې، کونړ کولتوري ټولنې، پښتو قامي ادبي دېرې، د میشینیش د افغانانو کولتوري ټولنې، د مونشن ګلاډبخ د افغانانو کولتوري ټولنې، د افغانستان د بیارغونې او روغې جوړې ټولنې او د افغان سینما او تیاتر مرکز په جوړولو او فعالیتونو کې د ګوند مخکښو غړو ونډه لرلې ده. له دغو ټولنو څخه ځینې ټولنې دمګړۍ فعالیت نه لري


د ګوند مشرتابې د پښتنو له قامي ګوندونو او قامي مشرانو سره هم غږ یو کړی، په پښتونخوا کې یې په بېلابېلو وختونو کې په غونډو, قامي (ملي) جرګو او سیمینارونو کې یې ګډون کړی او د پښتنو د قامي وحدت د احساس د رابیدارولو او د پښتون قامي وحدت لپاره یې عملي ګامونه اخستي دي


ګوند پر افغانستان د شورویانو یرغل غندلی او د روسي پوځونو د وتلو غوښتنه یې ملګرو ملتونو او نورو سوله غوښتونکو ځواکونو او هېوادونو ته ورسولې ده . په همدې لړ کې د ګوند مشرتابه د ډاکتر نجیب الله له خوا د سولې او ملي روغې جوړې د خبرو اترو لپاره درې ځله کابل ته وبلل شول او په کابل کې یې د ډاکتر نجیب الله د ملي روغې جوړې په لویه جرګه کې هم ګډون وکړ.


لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د پښتنو ټولنیز ولسولېز ګوند کې د احمدشاه بابا افغانستان کې یوازینی ګوند دی چې د کرښې د دواړو غاړو پښتانه پکې په یوه ټغر راټول شوي او د پښتنو د یووالي، نږدېوالي، خپلواکۍ او قامي وحدت لپاره هلې ځلې کوي. د همدې ګډو موخو پر بنسټ د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، افغان ملت ګوند (د محمد امین واکمن صیب )،افغان ملت ګوند (د شمس الهدا شمس صیب، پښتونخوا قومي ګوند)، وطن قومي ګوند، مزدور کسان ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ، پښتو عالمي ګانګرس ، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند له مشرانو او مخکښانو سره نږدې اړیکې او راشه درشه لري


دغه راز د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند، وطن ګوند، پرچم ګوند، مساوات ګوند، د افغانستان د ملي یووالي ګوند او د سردار محمد داود خان د ملي غورځنګ له هغو مشرانو سره هم نږدې اړیکې لري، چې پښتو، پښتونولۍ، قامي (ملي) یووالي، ملي پېژند (هویت) او ملي ارزښتونو ته ژمن دي او د شعله جاوید له محمد هاشم زماني سره یې هم اړیکې لرلې. د دې ګوندونو یو شمېر غړي او مخکښان په اروپا کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.


د افغانستان جمهوري غوښتونکو غورځنګ، د سولې ولسواکۍ ملي نهضت ، د افغانستان ملي تحریک، ملي مرکې او نورو ملتپالو ټولنو، جمهوري خوځښتونو، شخصیتونو او سیاستوالو سره هم ښې اړیکې لري.


د جرمني د کولن Köln ښار د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د هلو ځلو له امله د پښتنوسیاسي او کولتوري مرکز په توګه پېژندل کېږي. د پښتنو د یووالي او قامي وحدت نظریه او فکر په ډېره کې لدې ګوند څخه سرچېنه اخلي

په 2018 کال کې، کله چې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) راوټوکېد، د ګوند د مشرانو جرګې د کولن په هورت ښار کې غونډه وکړه او د غورځنګ بشپړ او هر اړخیز ملاتړ یې اعلان کړ. د ګوند لومړی مرستیال محمد شیرین ګردیوال له PTM سره د اړیکو لپاره وټاکه.


له دې پرېکړې وروسته موږ خپلې ګوندي هلې ځلې کمې کړې او پام مو د پي ټي اېم ملاتړ ته واړوه. د پي ټي اېم په اروپایي ټاکنو، غونډو او لاریونونو کې زموږ د ګوند مخکښ مشران او غړي فعاله ونډه لري.


په افغانستان، پښتونخوا، اروپا او امریکا کې هغو ملګرو ته چې په ښکاره ملاتړ کې یې ستونزې لرلې ، وویل شول چې په پټه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.


زمونږ د انګلستان مرکزي څانګه چې مشري یې ایډوکېټ یوسف علي خان کوي ، خپلې هلې ځلې د پي ټي اېم فعالیتونو ته ځانګړې کړې.


اوس چې PTM منظم شوی او پر خپلو پښو ولاړ دی، ګوند به خپل سیاسي او ګوندي فعالیتونو ته مخه کوي او د پي ټي اېم ملاتړ به هم جاري ساتي.


مونږ له خپلو ټولو ګوندي ملګرو، ملاتړو او هېوادوالو مننه کوو، چې په دې لاره کې یې ځاني او مالي مرستې کړې دي .


له هغو ملګرو او هېوادوالو هم مننه کوو، زموږ سره یې په دې لاره کې یو ساعت، یوه ورځ، میاشتې یا کلونه مبارزه کړې ده.


د 2026 م کال د جون پر 19مه په فرانکفورت کې د ګوند د مشرانو جرګې پرانیستې (ازاده) غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د مشرتابه کاري موده وغځول شوه ، په یوه خوله پرېکړه وشوه چې د نویو ټاکنو تر ترسره کېدو پورې به اوسنی مشرتابه د قانونپوه علي خان محسود تر مشرۍ لاندې خپلې چارې پر مخ وړي او ګوند به د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) بشپړ ملاتړ ته هم دوام ورکوي.


په پای کې یوه یادونه کوم: د ګوند د مشرانو جرګې غړی ښاغلی انجنیر حبیب الرسول وایي: چې یوه ورځ چا له ماما (ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري) څخه وپوښتل چې فلانی سړی ستاسې د ګوند غړی دی؟. ماما ورته وویل: «که دغه سړی پښتون وي، نو زموږ د ګوند غړی دی.»


دغه راز د ګوند مشر قانونپوه علي خان محسود په وینا ، زموږ د غونډو ټول ګډونوال کوربانه دي، میلمه پکې نشته. نو دا ستاسې خپل ګوند دی او دا قامي مبارزه به ګډه مخ ته وړو.


په درناوي

نصیر ستوری د PSDP جنرل سکرټری

————

یادونه: دا لیکنه په (څوارلسم نوامبر 2026 ) د جرمني د هورت ښار کې د « پښتنو د یووالي ورځې » په تارېخي غونډه کښې واورول شوه

شریکول

WhatsAppTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←