کبیر ستوري
د د ډاکترد کبیر ستوري د زده کړو د بهیر لنډېز
زېږیدو نېټه : 20.10.1946
لومړنی ښوونځی، خاص کونړ: 1952- 1958
رحمان بابا لېسه، کابل: 1958-1963
د جرمني دراتګ نېټه : 04.09.1964
ګوتې انسټېټوټ دیګرندورف /بایرن اېالت 1964-1965
دفرانکفورت کالج : 1965-1966
فلېپ پوهنتون - ماربورګ/ لان : ساپوهنه : 1966–1968
1968 د یوهانیس ولفګانګ ګوتې پوهنتون فرانکفورت ته رابدل شواو پاتې زده کړه یې دلته بشپړې کړې
په 24February 1975 نېټه یې Diplom-psychology د یوهانیس ولفګانګ ګوتېپوهنتون - فرانکفورت څخه واخست.
دکولن پوهنتون : د 1975-1977 پورې یې ډوکتورا لپاره دساپوهنې، پولیټکل ساینس، فلسفې اوټولنپوهنې په برخه زده کړو ته دوام ورکړ
06.April.1977 :د فلیپ پوهنتون ماربورګ / لان د سیکالوژۍ ډیپارټمنټ ته ځان بدلکړ په 13May.1985 نېټه یې د په ساینسي علومو کښې د پوهنتون د سیکالوژي ډیپارټمنټ څخه ډوکتورا واخستله.، چې پولیټیکل ساینس، فلسفه او ټولنپوهنه ورسره وه.
1983کال پېښور کښې د ضېاالحق د مارشلايي رژېم له خوا پدې تور چې ته ډېورنډ لاین نهمنې افغانان راپاڅوې او پښتونستان جوړوې سیاسي بندې شو. اتلسمیاشتې وروسته راخلاص شو
1973 کال راایسې يې د زده کړو تر ځنګ د ژورنالېزم په ډګر کښې دالمان غږ راډیوپښتو څانګې سره کار کاوه.
د زړه د دریدو له امله په 04.04.2006 لدې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. اروا یې ښاده
ستوري ژوند ليک
ډاکتر کبير ستورى د لعل محمد خان زوى او د مېرزا محمد جان لمسى و، چې په 1942 ز کال (1321هـ ش) د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې زېږېدلى دى. د هغه نيکه ميرزا محمد جان د خپل علم او پوهې په اساس په ټوله منطقه کې شهرت درلود، دا هغه دور و، چې په دغه سيمه کې ژوند د وخت د رفتار نه ډېر وروسته پاتې و، مګر مېرزا محمد جان له وخت او حالاتو څخه باخبره او پوه مشر و، هغه د اولسي ښېګړې د کارونو نه علاوه د خپلې کورنۍ مشري هم کوله. دا کورنۍ په هډ پښتانه او په ټبر (قوم) ميردادخېل دي، چې په وروستي پشتونو کې د يوسفزيو له پرګنې سره تړل کېږي.
د کونړ دغه يوسفزيو ډېر پخوا د سوات او مردان له سيمو څخه دلته راغلي و او بيا په بېلابېلو سيمو کې مېشت او اّباد شوي دي.د يوسفزو ترڅنګه په کونړ کې ساپي، مومند او نور ډېر قومونه هم ژوند کوي، څوک چې لکه د يوسفزيو په لر و بر کې خپلې خورې ورې څانګې لري.
ستورى د شپږو خوېندو او دوو وروڼو نازولى ورور و، د هغه مشر ورور وکيل عبدالجليل ملنګ او کشر ورور يې محمد نعيم خان نومېږي، چې پخپله سيمه کې ورته پوره نوم او شهرت حاصل دى.
ستوري په خپل ذاتي (شخصي) ژوند کې د ډېر ساده مزاج خاوند و، له انسانيت سره مينه د هغه شعار و، په علم او پوهه يي کلک باور درلود، نو ځکه يې د پښتنو ترقي او پرمختګ يوازې د علم او پوهې په حاصلولو کې ليده. له هر چا سره به يې په نرمه او خوږه لهجه خبرې کولې. هر چا چې به ورسره ليده کاته کول، د ستوري له خبرو څخه به يې خوند اخيسته. داسې پښتانه به ډېر کم وي، چې ستورى صيب يې په ژوند ليدلى وي او د هغه د ښو اخلاقو اعتراف به يې نه وي کړي.
هغه د پېنځو زامنو (بصير ستورى، نصير ستورى، امير کروړ ستورى، نسيم خان ستورى او ايمل ستورى) او دوو لوڼو پلار و، خو له دوى ټولو سره يې تعلق ډېر دوستانه او د خوند و، هغه به عموماً غوسه ډېره کمه کوله، خو چې کله به يې خپه شو، نو بيا به يې په خپلو اصولو کله هم سمجهوته (جوړجاړی/ سودا بازي) نه کوله، سپينې خبرې به يې کولې او هېڅ خبره به يې پټ او پناه نه کوله. له دروغو او غېبت څخه يې ډېره کرکه کوله، هغه په خپله وينا کې ډېر رېښتينى و او د خپلو ملګرو د زړونو د ساتنې لپاره به يې کله هم د چل ول نه کار نه اخيسته. ښه لباس او ښه خوراک د ستوري کمزوري وه، د يو خاص او ځانګړي مزاج څښتن و، هر څه چې به يې خوښ شولو هغه شى به يې اخيسته.
هغه به ويل چې د سبا هېڅ پته نه لګي، په کار ده چې موږ له وخت سره يوځاى رفتار وکړو او د ژوند نه هم نن خوند واخلو. هغه کله هم د پېسو د ګټلو او ذخيره کولو هڅه نه ده کړې. په مجموعي توګه ښاغلى کبير ستورى يو پياوړى نرم مزاجه او دروند پښتون و، ځکه نو ورته پښتنو په ژوند او مرګ ډېر قدر ورکړ.
کله چې ستورى د کور له دروازې څخه بيرون قدم کېښود، نو د ښوونځي دروازه يې وليده، هغه د خپلې ولسوالۍ (خاص کونړ) په لومړني ښوونځي کې داخل کړى شو، د وړوکوالي نه د هغه له کتابونو سره مينه وه، ديني علوم يې هم د خپل کلي له ملا امام (فيض محمد استاد) څخه زده کول او همدغه نتيجه وه، چې هر کال به په خپلو همزولو کې څو ګامه وړاندې وو. د هغه استاذان (ښوونکي) چې به کله په دې پوهېدل، چې دا ماشوم د نورو نه زيات لايقه او زيرک دى، نو ځانګړې توجه به يې ورکوله او بيا هغه ورځ هم راغله، چې ښاغلى ستورى د خپل کلي د ښوونځي نه په ښو او لوړو نمبرو فارغ شو او د نورو زده کړو لپاره يې د کابل مخه وکړه.
په کابل کې ښاغلي کبير ستوري د رحمن بابا په عالي لېسه کې داخله واخيسته. د هغه د ذهن په دنياګۍ کې چټک پرمختګ او پراختيا وده کوله، چې د رحمان بابا په لېسه کې د افغانستان د بېلابېلو سيمو نه پښتانه هلکان داخلېدل. دغه وخت په ټول کابل کې د پښتنو لپاره يوازې دوه لېسې وې، چې يوه يې د رحمان بابا لېسه او بله يې د خوشال خان عالي لېسه وه، چې قبايلي پښتنو به هم پکې زده کړه کوله. ستورى په دې شپو ورځو کې شاعري هم پيل کړه، خو دغه شاعري به يې د خپل ځان او ملګرو پورې محدوده وه، د شعر په ژبه به هغوى د پښتون قام د جذبو د استازيتوب هڅې کولې، چې څنګه څنګه وخت تېرېده، ستوري ته د پښتون قام د محروميو احساس کېده، همدغه احساس هغه په دې مجبور کړ، چې د ستر خوشال او حضرت باچا خان په نور ژور نظر مطالعه وکړي. دې مطالعې د ستوري په زړه او ذهن کې د خپل ولس او خاورې مينه لا زياته کړه.
په کال 1964 کې چې کله ستورى د رحمن بابا د لېسې له دولسم ټولګي څخه په ښو او لوړو نمبرو فارغ شو، نو د لوړو زده کړو لپاره يې جرمني ته د نوم ټاکنه ( انتخاب) وشو، نو هماغه و، چې د افغانستان حکومت ستورى د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته ولېږو. هلته يې د فرانکفورټ په پوهنتون کې د سياسي علومو، فلسفې او ساپوهنې مطالعه پيل کړه. د زده کړې سره سره ستوري په جرمني کې د ډېرو پښتنو (افغانانو) محصلينو (پوهېدنکيو) سره خپلې رابطې او اړيکې ساتلې او وخت په وخت به يې پښتنو (افغانانو) ته په ورپېښو ستونزو خبرې او غونډې کولې. له دې سره سره به يې کله کله د ستوري په نوم شاعري هم کوله.
د زده کړې سره سره ستوري په جرمني کې د ډېرو پښتنو (افغانانو) پوهېدونکو (محصلينو / زده کړیالانو) سره خپلې رابطې او اړيکې ساتلې او وخت په وخت به يې پښتنو (افغانانو) ته په ورپېښو ستونزو خبرې او غونډې کولې. له دې سره سره به يې کله کله د ستوري په نوم شاعري هم کوله.
ښاغلى کبير ستوري د افغانستان نه له ځان سره د ملي او قامي وحدت يو سوچ او د پښتنو د ترقۍ يو خوب وړى و. هم ددې سوچ ترمخه هغوى په کال 1965ع کې د افغاني زده کوونکو تنظيم Afghan Students Association په نوم دخپلو ملګرو سره یوځای بنياد کېښود او په لومړي ځل باندې يې خواره واره افغان زلمي تر يو بېرغ لاندې راغونډ کړل. مونږ دا ويلاى شو، چې دا د ستوري وړومبى شعوري سياسي ګام و، چې په پوره حوصله او باور يې پورته کړ.
په 1972 کال کې ښاغلي ستوري د خپلو ملګرو سره یو ځای د افغاني پوهېدونکو (محصلینو) عمومي اتحادیه ( جنرل يونين اف افغان سټوډنټس)بنسټ کیښود او زمه واري يې په سر واخيسته. همدا رنګه ورځ تر ورځه د ستوري د ميېنانو حلقه زياته کېده او ډلې ډلې افغانانو (پښتنو) له هغه سره رابطې پيل کړې.
که يو خوا د تنظيم سازۍ په بهير کې ستوري د خپل سياسي ژوند اغاز کړى و، نو بل خوا يې دا خيال و، چې د فکر د ملګرو حلقه نوره زياته او پراخه کړي. په کال 1973 کې هغوى د المان غږ راډيو په پښتو څانګه کې وظيفه ترلاسه کړه او د پښتو څانګې ټولې ذمه وارۍ يې په سر واخيستې. دلته د ستوري ملاقاتونه او ليدنې له داسې بې شمېره خلکو سره وشول، چې هغه ته يې د فکر نورې لارې پرانيستې. هغه ژوند نور د نژدې نه وکتلو، هغه ته د خپل قامي وجود د نشتوالي په شدت سره احساس وشو، ځکه نو د حضرت باچا خان او اجمل خټک د افکارو مطالعه يې پيل کړه. ددې دواړو مشرانو افکارو ستورى په دې نتيجه ورسوه، چې د پښتنو د وروسته پاتې کېدو اصلي لامل او علت د هغوى بې اتفاقي ده.
د پوهنتون په شپو ورځو کې له ستوري سره د پښتنو اړيکې زياتې شوي وې، په دغه پښتنو کې د زده کړیالو (محصلینو) په ګډون نور سياسي کسان هم شامل وو، ځکه نو ستوري دا اړينه وبلله چې په اروپا کې خپل ملګري سره راغونډ کړي او يو داسې پلېټ فارم (تنظيم) جوړ کړي، چېرته چې لر او بر پښتتانه خپلې جرګې مرکې وکړای شي او خپل غږونه نړۍ والو ته ورسوي. همدا ددې لامل وګرځېده چې هغه له خپلو ملګرو سره اړيکې ټينګې کړې او تر ډېر غور و فکر وروسته يې په 1981م کال کښې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoon Social Democratic Party (PSDP) بنسټ کېښود. ددې ګوند د کړنلارې لپاره ستوري د ټولو پښتنو فکر، که د لر دی او که د بر، په پام کې نيولی و. په پردي هېواد کې خپل ګوند جوړول څه عامه او ساده خبره نه وه، ځکه نو له ستوري سره د پښتنو رابطې زياتې شوې.
د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) د جوړولو نه وروسته ستوري د لرې او برې پښتونخوا له قام پرستو مشرانو سره د اړيکو سلسله پيل کړه. هغه د شخصياتو پر ځاى د نظري مرسته وکړه، ځکه نو هر پښتون مشر ته يې احترام ورکړو. کوم مشران چې پخپله جرمني ته لاړل، هغوى يې خپلو غونډو او کانفرانسونو ته راوبلل او ځينې اشخاصو ته يې د ګوند له خوا بلنې ورکړې، چې په دوى کې د محترم مشر محمد افضل خان لالا نامه په ځانګړې توګه د يادونې وړ ده، چې د (PSDP) ګوند د لومړي کنونشن لپاره جرمني ته وبلل شو. هغوى له ځان سره يو نوى سوچ جرمني ته يوړو او هغه د پښتنو قامي وحدت و، چې د پښتون سوشل ډيموکراټيک پارټۍ په عمل کې ددغه نظر لپاره قدم اېښودلى و، يعنې د لرې او برې پښتونخوا پښتانه په مساوي توګه په دې ګوند کې خپلې عهدې او برخه درلوده.
همکار ، غړی ، لارښود او مشر
ښاغلی ستوری د خپل د ژوند په پړاو کې د سياسي فکر خاوند و، نوموړی د لاندينيو ټولنو سلاکار (مشاور)، همکار ، مشر او لارښود پاتې شوی.
1965 کال: افغان سټوډنټس ايسوسي ايشن (د افغاني محصلينو ټولنه)، فرانکفورټ
1972 کال: جنرل يونين اف افغان سټوډنټس، فرانکفورټ (دافغاني محصلینو عمومي اتحادیه)
1976 کال: نيشنل لېبرېشن يونين اف پښتون اينډ بلوچ ( د پښتنو او بلوڅو د ملي خپلواکۍ ټولنه) فرانکفورټ
1986 کال: پښتون کلچرل ايسوسي اېشن (د پښتنو کلتوري ټولنه) کولن /جرمني
1991 کال: پښتون کور / کولتوري مرکز بن ، جرمني
1998 کال: د پښتونخوا د پوهنې دېره، پېښور
2003 کال: پښتو ادبي هنري ټولنه، کونړ
له دې هرڅه سره سره د ښاغلي کبير ستوري د شعر د ليکلو سلسله هم روانه وه، هغه يو عملي مبارز و او په هر اړخ يې د پښتونولۍ غږ خورول غوښتل، په خپله ټوله شاعرۍ کې يې د پښتون قام غم ژړلى. د وختونو د ترتيب مطابق د ښاغلي ستوري ادبي او سياسي زيار ته موږ داسې کتلى شو:
د مجلو د خپرونې بورډ (کتنپلاوي) غړېتوب، همکار او زمه وار
1972 کال:د افغاني محصلینو د عمومي اتحادیي خپرونه [سپرغۍ] مياشیتنۍ (جرمني)
1977 کال : د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې خپرونه [ولس غږ ] مياشیتنۍ (جرمني)
1988 کال : د علي خان مسید او جلال الدین [پير روښان ] مياشیتنۍ (جرمني)
1980 کال :د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې خپرونه [لمبه] مياشیتنۍ (جرمني)
1975 کال :له مونشن څخه خپرېدونکې خپرونه [ د خيبر وږمه] مياشیتنۍ (جرمني)
1987 کال : د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه [پښتونخوا ] مهالنۍ (جرمني)
1– سکروټه : (شعري ټولګه) چاپکال 1976، جرمني
2– پښتونخوا : (د مضامينو او شعري ټولګه) چاپکال 1977، جرمني
3– وېره : (ساپوهنه) چاپکال 1985 دوهم ځل 1990 جرمني درېم ځل 2001 پېښور
4– د هوښيارتيا د کلتوري بڼو تله : (ساپوهنه) چاپکال 1978 جرمني
5– د وېرې تله : (ساپوهنه) چاپکال 1985، جرمني
6– ژوندي خيالونه : (شعري ټولګه) چاپکال 1997 پېښور، پښتونخوا
7– د قلم توره : چاپکال 1999 ، پېښور، پښتونخوا
8– د هوښيارتيا تله : (ساپوهنه) چاپکال 2000، پېښور، پښتونخوا
9– ژبساپوهنه : (ساپوهنه) چاپکال 2000، پېښور، پښتونخوا
10– سندريز پېغام : (شعري ټولګه) چاپکال 2002، پېښور، پښتونخوا
11– د هوښيارتيا کلتوري بې پلوه تله : (ساپوهنه) چاپکال 2004، پېښور، پښتونخوا
12– د پيداېښتي بڼو د هوښيارتيا تله : (ساپوهنه) چاپکال 2004، پېښور، پښتونخوا
13– خوږې مسرۍ : (شعري ټولګه) چاپکال 2006 (د ستوري وفات نه څو ورځې وروسته چاپ شو)
14– خوب مانا : (ساپوهنه) د چاپ لاندې
تاريخ ګواه دى، چې کوم خلک د خپل قام د سوکالۍ او ترقۍ لپاره ګامونه اخلي، نو د هغوى مخ ته خنډونه خامخا راځي. په نږدې دور کې د حضرت باچا خان ژوند زموږ لپاره ښه بېلګه ده، چا چې د ژوند ډېره برخه په جېل کې په دې ګناه تېره کړه، چې هغه د پښتون قام د حق خبره کوله. ښاغلى ډاکټر کبير ستورى هم ددغه لوى او عظيم قامي مبارز باچا خان د لارې سپاهي و، ځکه نو ورته د ډېرو قوتونو سترګې وې. هغه چې کله په 1982 کې پېښور ته د خپلې کورنۍ او ملګرو د ليدلو په غرض راغى، نو لکه د نورو قامي مشرانو ګرفتار کړى شو او جېل ته ولېږل شو او نژدې (تقریبا) یوتېم کال قيد يې د پاکستان په بېلابېلو جېلونو کې تېر کړ.
همدغه قيد ستوري ته اصل حقيقتونه په ګوته کړل، هغه له قام پرستو مشرانو سره له نږدې نه ليده کاته وکړه او په دې پوه شو، چې حقونه د قربانۍ نه پرته لاس ته نه شي راوړل کېدى. د جېل دغه شپې ورځې به ستوري تل يادولې، ځکه چې که چېرې هغه د قام د خدمت په بدل کې زندان (بندي خانه) نه وى ليدلى، نو ستوري به د ژوند له سختو څخه ناخبره و، نو همدغه ستونزې او کړاوونه وو، چې ستوري ته يې نوره حوصله ورکړه او د قام او ملت خدمت ته يې په ډاګه ملا وتړله.
د ستوري په مزاج کې ناقراري وه، ددې وجه دا وه چې هغه د پښتون قام د سوکالۍ او وحدت خوبونه ليدل، خو خوب “خوب” وي، په عمل کې هغه ته د هغه کړاوونو او ستونزو احساس و، کوم چې پښتون قام د پېړيو پېړيو ورسره مخ دى. د قام غم هغه خندا ته نه پرېښودو، نو د فکر د بدلون لپاره به يې ډېر زيات سګرټ څښل، تر دې حده چې په شپه او ورځ کې به يې څو څو ډبي تش کړل. د هغه ګوتې به سوځېدې، خو ستوري ته به يې احساس نه کېده، ځکه د هغه په زړه کې دردونه و او دغه دردونو کبير ستورى خوب ته هم نه پرېښوده. هغه چې به کله له خپلو ملګرو او دوستانو سره په مجلس کې ناست و، نو خوب به هم ترې پاتې و او په شپو شپو به يې شوګېرې کولې. د عمر په اخري کلونو کې کله چې د زړه له ناروغۍ څخه خبر شو، سګرټ يې هم پخپله پرېښوده، خو دغه لوګو د ډاکتر کبير ستوري په زړه کې کور کړى و. هغه د زړه ناروغ شو، څو ځله پرې د زړه دوره (حمله) راغله، خو لا يې پوره نه وه راغلې د ناروغۍ په دغه حال کې درې ځل پښتونخوا ته راغى، په پښتو عالمي کانفرنس، د پښتنو په قومي جرګې، د پښتو په نړېوال کنونشن او نورو نړيوالو او مقامي غونډو او دستورو کې يې عملي ګډون وکړو، د ټولو قامي مشرانو، شاعرانو، اديبانو او عام اولس سره يې اوږدې اوږدې مرکې وکړې.
ددې دور له لويو شاعرانو رحمت شاه سايل او اجمل خټک سره يي د زړه خبرې وچېړلې او دلته د پښتو ژبې او پښتون قام د هر خادم ځاى ته لاړ او د نظر تبادله يې ورسره وکړه. ډېر کلونه پس يي د خپل کلي خاص کونړ (تنر) سيلونه هم وکړل. د ژوند په وروستۍ ورځو شپو کې هغه دومره فعاليت څرګنداوه لکه چې هغه خپل هرڅه رانغاړي، چې کله واپس جرمني ته لاړو، نو ناروغي يې زياته شوه. په دې دوران کې څو ځل روغتون ته د علاج لپاره ورسول شو او له روغتون څخه بېرته خپل کور ته راوستى شو.
څلورم اپريل کال 2006 د لوى او عظيم ستوري د ژوند وروستۍ شپه وه. د ژوند دغه وروستۍ شپه يې د خپل کور د غړيو او خپل ملګري او خپلوان حاجي صيب فضل الرحمن شیر سره په خبرو شوګير کړه، خو په څلورم اپريل دسهار پر مهال (5) بجې د مرګ استازي د هغه د کور دروازه وټکوله او د پښتنو دغه ځلانده ستورى د تل لپاره په ابدي خوب ويده او له مداره پرېووت.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دهـ کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعی په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوری د کونړ ولایت پوری تړلی د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درناوی سره چې ګڼ شمیر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او د ستوری په زرګونو مینه والو د اوښکو په تویولو سره خاورو ته وسپارل شو.
ستورى مړ شو، خو مړ نه دى، د هغه نوم د هغه زيار به د قام خدمت په حواله ټول عمر يادولى شي. د هغه د شعرونو اهنګونه به هر وخت د پښتونخوا په لر و بر کې زمزمې کوي، اوس د هغوى د کشرانو او د فکر د ملګرو ذمه واري جوړېږي، چې ددغه تحريک په وړاندې بوتلو کې تر هر چا مخکې شي.
که زما ستوري په قبر چېرې راشې
په پښتو راته دعا کړه پرې مېن يم
