د لیکونو له منځه
[06.11.2005]
درانه مشر ښاغلي ډاکټر کبير ستوري او د پښتونخوا مجلې کارکوونکيو ته! ښې هيلې، سلامونه او دعاګانې!
دا چې د پښتونخوا د خپرونې په رالېږلو مو ونازولو، ډېره ډېره مننه.
منلى ډاکټر صيب! زمونږ ناکامې هلې ځلې هم د پخوا په شان روانې دي. دا چې څه به کېږي او يا به څه ترې جوړېږي يواځې رحمان خداى ج پوهېږي. د ناوړو شراېطو باوجود مونږ تر خپلې وسې خپل تاريخي رسالت او مسئوليت ته متوجه يو. (د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنه) د ملي هدف د سرته رسولو په دې ډېره کږه وږه اوږده لاره کې لالهانده، ستړې او ستومانه روانه ده. پښتانه دې ژوندي وي، دوى له خپل ربج سره تعهد کړى دى، چې په ګډ ملي کاروان کې به چې د ټولو ګډ ملي هدف دى هېڅکله يوځاى نشي. هر يو هسکه غاړه يواځې روان دى. همدا يې اصلي وجه ده، چې رټل کېږو. ماته د وردګو ټوکه راپه زړه شي، چې ويلي وو:کورت خو هماغه کورت دي، خو مزه يې باران وړې ده. زمونږ د ګوربت د فرهنګي ټولنې د خپرونې (ګوربت) پنځه کاله پوره شول. مونږ په ډېرو خواريو د خپل لاس په تڼاکو او د اولاد په نفقه، د پښتون قوم د غږ جګولو لپاره ډېر ښکلى ممبر جوړ کړ او ډېر ښه مو پرانېست، چې پشتانه به د حق او خپلو حقوقو غږ ترې جګ کړي. مونږ د وجدان پر حکم خپل تاريخي رسالت ادا کړ، خو پښتون نه يواځې دا چې د بل ورور پشتون ملاتړ نه کوي، کتاب لوستلو ته هم ډډه نه لګوي. د بېلګې په توګه: د پښتني فرنګ د ودې او پراختيا ټولنې په پنځو کالو کې 25 کتابونه چاپ او وړيا يې ووېشل، ځکه پښتو کتاب خرڅلاو نلري. که د ګوربت مجله مې نه واى راايستلى اوس به د کتابونو شمېر سلګونو ته رسېدلى واى، ځکه د ګوربت هره ګڼه د پنځو کتابونو د چاپ لګگشت غواړي. تر نن پورې داسې پښتون ورور غږ ندى کړى، چې دا لس روپۍ زما له خوا. په 2004 کال کې ګورپت، ملي هنداره او ګودر درې واړه په ټوله نړۍ کېي اته (8) پښتانه ګډونکوونکي لري، نو ژوندي دې وي پښتانه. د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنې په ملاتړ دوې نورې خپرونې، چې يوه يې "ملي هنداره" او بله د پښتني خوېندو د کلتوري ټولنې خپرونه "ګودر" هم خپرېږي. يعنې ملي هېنداره هره مياشت، "ګوربت" هرو دوو مياشتو او "ګودر" په هرو درېيو مياشتو کې له چاپه راوزي. د پښتني فرهنګ د ودې، ګوربت، ګودر او ملي هندارې وروستۍ نوې خپرونې ستاسو مخې ته ږدم. هيله ده په خپلو لارښوونو او نيوکو مو ونازوئ، چې خپلې ناسمې پرې سمې کړو.
راته ډېر ګران او محترم مشر کبير ستورى صيب او نور ملګرو د مينې ډک سلامونه قبول کړئ. هيله لرو چې تاسو ټول به روغ او جوړ يئ. ماته ستاسو له خوا د پښتون سوشل ډيموکريټيک ګوند اورګان "پښتونخوا" ملاو شو. ډېر خوشحاله شوم چې تاسو زه ياد کړم. ډېره زياته مننه! تشکر مهرباني. ستاسو د سرګرميانو او فعاليت نه خو په څه ناڅه شکل خبرېږو او ډېر زيات خوشحاله کېږو. مونږ د افغان پښتون وطن سره تعلق لرونکي په ډېر لوى تعداد کښې د سندهـ په خاوره خصوصاً په کراچۍ کښې اّباد يو. زمونږ اکثريت د کارګر او مزدور طبقه سره دې. زمونږ خلق دلته د مختلفو مسائلو او مشکلاتو سره مخامخ ژوند تېروي، خو يوه لمحه هم د خپل وطن او وطن د خلقو نه غافله نه دي، خو هغه د پشاور او کوئټه د قام پرست مشرانو نه ډېر ستړي او بېزاره دي، ځکه چې دغه خلق د خپل ضرورت دپاره د کراچۍ محنت کش پښتانه د خپل سياسي ګټو دپاره چه کله ضرورت ګڼي استعمالوى او بيا غائب شي. په اقتدار کښې د پېښور او کوئټه نه باهر نه راوزي چې کله ئې اسلام اّباد مسترد کړي او د اقتدار نه ئې محرومه کړي، نو بيا د کراچۍ مخه کوي. د کراچۍ د اولس د احساساتو او جذباتو خيال نه کوي. کراچۍ ډېر حساس ښار دى او د مختلف ژبو او ملتونو خلق پکښې پراته دي چې د دوى په مابين کښې سياسي معاشي تضادات کېږي. زمونږ اولس په يو معمولي واقعه هم ډېر مايوسي او محرومي محسوس کوي او ځان فوراً لاوارثه ګڼي. دلته د يوې باشعورې طبقې خو دا يقين دى چې د پښتون اولس ارمانونه پوره کول صرف د "بر" افغانانو کاروي او د "لر" مشرانو او سياسي ګوندونو نه بالکل نااميده دي. د اولس خواهش دى چې په "بر" وطن کې دې په هر حال قرار او سکون راشي نو بيا د نورو پښتنو معاملې به هغوى حل کوي. نور زما ذاتي خيال دى چې پښتانه په يوځائې کښې هم داسې په نوم قام پرست او لبرل سياست منلو ته تيار نه دي چې پکښې د وطن حقيقي مينه او ضد استعمار جذبه نه وي. بدقسمتۍ نه په پاکستان کښې قام پرست سياست تش د خپلې فيوډالي مفاداتو او ګټو دپاره شوى دى، ځکه د هغه سياست خلقو مسترد کړى دى. بل زه ستاسو توجه د پېښور او ټولې صوبې د معاشرتي ساخت طرف ته ګرزوم چې دلته د پښتون نوم او نعره د يو خاص خلقو دپاره وهلى شوې ده او د اولس لويه برخه په مختلفو نومونو او شکلونو د پښتون د لفظ او کليمې نه باهر کړى شوې دى او دا لفظ دومره تنګ کړى شوى دى، چې د وطن ټول خلق او اولس په دې کښې نشي ځايېدلى. دا معامله ډېره زياته شوې ده او هم دا مسئله او معامله زمونږ د قام پرست مشرانو د غير سنجيدګۍ د وجه پيدا شوې او ورځ په ورځ زياتېږي. تاسو په دې هم غورر وکړئ او د معاملې په ژوره د جاج اخيستلو دپاره په دې مسئله او معامله ځان پوه کړئ. د افغانستان معاشره قبائيلي ده او هلته دا مسئله نشته يا د نشت برابره ده خو د پېښور او ټولې صوبې معاشره فيوډالي (جاګيردارانه) ده او طرز يې مکمل د هند د نورو جاګيردارۍ معاشرو سره يو کړى شوى دى. همدغه وجه ده چې د صوبې ګڼ شمېر خلق د قام پرستو په ځاى د ملک ګير سياسي جماعتونو يا مذهبي جماعتونو سره په ضد قام پرست جماعتونو اړيکې لري. ددې معاملې او مسئلې هم څه سد باب پکار دى کنه دا مسئله به هم خراب اثرات جوړوي او زمونږ دښمنان به يې په خپله ګټه استعمالوي. نور ستاسو د ګوند او ملګرو د فعاليت او اتفاق دپاره دعاګو يو او دعاګو يو چې ستاسو کار دې د ټولو پښتنو او خواريکښ انسانانو دپاره ښه سباوون راوړي. دعاګو يو چې پښتون اولس دې په يو مرکز راغونډ او د نړۍ د نورو ملتونو سره سيال شي.
