ستاینه
by: Nasir Stori[06.11.2005]
د پښتونخوا د خپرونې جرګه #نړېوال پښتو ادبي کنونشن _ پېښور: د پښتو ادبي چمل ټل له خوا د نړېوال پښتو ادبي کنونشن راجوړوونکو ښاغلي سليم بنګش، ښاغلي پروفيسر اسيرمنګل، ښاغلي ملک مقبول او ښاغلي رئيس کوثر او د پښتو ادبي چمن ټل نورو غړو ادبي هلې ځلې او ددغه پرتمين کنونشن راجوړول د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ تر ټولو ستر او مهم ګام بولي او دوى ته د کنونشن په برياليتوب مبارکي وايي.
#رحمان ادبي جرګه پېښور: د رحمن ادبي جرګې له اړخه د رحمان بابا د سيمينار جوړوونکو ښاغلي يوسف علي دلسوز، ښاغلي مجاهد، ښاغلي ملک وزير خان، نورو ملګرو او
د اکاډمي ادبيات پاکستان د پېښور د څانګې مشر ښاغلي سيدولي خيال مومند او نورو شاعرانو او اديبانو له خپلې ژبې سره په زړه پورې مينه ستايي او د دوى ددغو هلوځلو درناوىکوي.
#پښتو عالمي کانګرس: د پښتو عالمي کانګرس ملګرو ښاغلي تاج عامر، ښاغلي فريدون خان، ښاغلي شهاب الدين خټک او د هغوى نورو ملګرو کلتوري او ادبي هلې ځلې د پښتو او پښتنو سرلوړي ګڼي او د دوى درناوى او ملاتړ کوي.
#د کندهار اّئينه: د کندهار اّئينه، د سوېل لويديزې سيمې ليکوالو، شاعرانو او ژورنالستانو له خوا د نامتو څېړونکي او ليکوال استاذ محمد اصف صميم او د نامتو ليکوال او شاعر ښاغلي محمد صديق پسرلي په وياړ سيمنارونه د پوره ستاينې وړ دي او د پښتنو ليکوالو، اديبانو او غازيانو په ياد غونډې او سيمنارونه جوړول د پښتو ژبې او کلتور خدمتګاران دې ته هڅوي، چې خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.
#پښتون/افغان قامي وحدت
د پښتون/افغان قامي وحدت د لارښود او د پښتونخوا د قومي پارټۍ مشر محمد افضل خان لالا پښتو ژبې ته نه ستړي کېدونکى خدمت او وخت په وخت د پښتنو د يووالي د اواز د اوچتولو پوره درناوى او ملاتړ کوو.
د پښتو ژبې او ادب په ميدان کې د ځوانو او تکړه ژورنالستانو خدمت له چا نه پټ نه دى دوى هم د خپلې ژبې او کلتور په خدمت کې پوره ونډه اخيستې ده.
وحدت ورځپاڼه
د پښتو لومړنۍ ورځپاڼې وحدت کلتوري او ادبي وحدت ته پوره هڅې کړي او د "خبرونو" ورځپاڼې هم د پښتو په خدمت کې پوره ګامونه اخيستي، نو ددغو اخبارونو چلوونکيو ته لا برى غواړو.
AVT Khyber TV
AVT خيبر تلويزيون د پښتنو لومړنى چينل دى، چې د 50 ميليونه پښتنو لپاره په 56 هېوادونو کې 24 ساعته خپرونې لري. هيله ده چې په يورپ کې هم خپلې خپرونې شروع کړي. د خيبر د پښتو دا چينل د پښتنو لپاره د يووالي يو قدم دى او د وياړ ځاى دى، چې په خپله مورنۍ ژبه تلويزيون لري. موږ ددې چينل کارکوونکو ته پوره پوره زغم غواړو، چې د پښتو ژبې او کلتور لپاره د نور خدمت جوګه شي.
دShamla "شملې" په نامه د پښتو نوي چينل شروع کېدل هم د پښتو ژبې او کلتور د پرمختګ لپاره نوى زېرى دى.
هيله ده چې شمله هم زر تر زره خپلې خپرونې پيل کړي او پخپل دغه کولتوري خدمت د پښتنو شمله هسکه وساتي. موږ ددغه ټولو پوره پوره ستاينه او ملاتړ کوو او دوى ته د دوى په برياليتوب مبارکي وايو.-
نصير ستورى
De Pakhtoonkhwa de Khparawani Jerga
