اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

هڅوب

هڅوب culture/Kutur

هڅوب - کولتور/کلتور- کلچر-ژواک بیلا بیل, ډېر اړخیز پېژند/ تعریفونه لري.

د یو قام دود دستور، رسم و رواج, مذهبي عقیده، ژبه، ټنګ ټکور (موسیقي)، کالي، ودانۍ ، ادب، پخواني زېرمې , ارمانونه، خوبونه، راشه درشه، لنډه دا چې د ټولنیز ژوند ټول اړخونه دهغوۍ کولتور جوړوي.

ارواښاد راج ولي شاه خټک وايي:

کولتور د یو قام د ژوند تیرولو طریقه وي. کله چې یو قام د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره لارې چارې جوړې کړي نو کولتور په وجود کې راشي. چې کله د یو قام کولتور ختم شي،نو د هغه قام د ختمیدو خطرې هم پیدا شي.

استاد حبیب الله رفیع بیا وايي:

کولتور د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، موسیقي، کالي او د هغوي ټولنیز ژوند دی.

ارواښاد کبیر ستوری د پښتني کولتور په هکله وایي:

پښتانه د يوه بډایي او موړ کولتور خاوندان دی, چې #پښتنونولي نوميږي .

پښتونولي د جرګو يو ولسوليز ( ډیموکراټیک/جمهوري) سيستم دی، چې بنسټ ئې پر #پښتو ولاړ دی. پښتو يوازې د پښتنو ژبه نده، بلکې د يو لړ ستاینومونو (صفتونو) ټولګه ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، د وطن او خاورې سره مینه، ورورولي ، ننګ او داسې نور ، چې هر پښتون ئې که موړ وي او که غريب بايده دي، چې ولري. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشال خان بابا وائي :

درست پښـتون له قـندهـاره تـر اټکه

سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

مشر منظور پشتین وایي:

کولتور د یوې ځانګړې سیمې یا خلکو یا ملت ځانګړي دودونه (رواجونه / کړنې ) چې په هغه ټولنه کې د ښه او بد معیارونه ټاکلو کې لوئ اثر لری.

کولتور د وخت په تیریدو سره د بدلون لپاره انعطاف لري.

د وخت په تیریدو سره د طبیعي ارتقاء پروسې (قدرتی ارتقائی عمل) د لارې هر ملت په طبیعي ډول د کولتوري بدلونونو سره تیریږي.

خو له بده مرغه په ​​استعماري نړۍ کې د تکامل طبیعي بهیر ( قدرتی ارتقائی سفر) تل د زور له لارې تخریب شوی دی.

ځکه په استعمار ځپلو سیمو کې کولتور/کلتور په خپل مکمل خالص شکل کې موجود نه وی.

د جنګونو، مسافرئ، استعمار، د رښتیني اولسي استازېتوب (نمایندګۍ) نشتوالی او یو شمېر نورو لاملونو له امله زموږ په ټولنه کې هم کولتور په خپل پوره بشپړه (مکمل اصلي) بڼه (شکل) کې وجود نه لري.

د پښتنو د کولتور ورځ دې ټولو ته په دې هیله مبارک وي، چې د وطن هر وګړی په ځانګړې توګه پوهان د کولتور د بیلابیلو اړخونو په مثبتو او منفي اړخونو بحث وکړي او خپل ولس ته د هغې له ګټو او زیانونو خبر وکړي او په هغه کې د ټولنې د پرمختګ لپاره لاره وښائی او په هغې د عمل هڅه وکو.

ډاکتر سیدعالم مسید وایي:

کولتور , د يوې ټولنې ټولنيزو کړه وړه ته ويل کيږې, چې پکښې باورونه، هنرونه او ټولنيز بنسټونه را درومي او دغه له يوه نسل بل نسل ته ليږدول کيږي.

کولتور/هڅوب د ټولنې لپاره د ژوند لاره بلل کيږي، په دې کښې د ادب ټول کوډونه لکه جامې، ژبه، مذهب، رسمونه او هنر شامل دي.

کلتور د يوې ټولنې په بشپړ ډول استازولي (نمايندګي)کوي د نورو ټولنو تر مينځ او دا ددې لارې ټولنه پېژندل کيږي.

کولتور د يوې ټولنې عکاسي کوي د نورو ټولنو په پرتله او کولتور د يوې ټولنې ټولنيز ژوند کړه وړه ښايي.

اوس وخت دی بايد موږ له خپل هڅوب/کولتور څخه هغه ناوړه دودونه, رواجونه يا کړنې وباسو کومو چې د ژوند د پر مخ تګ لاري تړلې دي او هغه ټول په نوښت بدل کړو.

لکه د يو او بل درناوى، په ټولنيز ژوند کښې برابري، تربور ګلوي په ورورولي بدلول، خپلو خوېندو، لوڼو او ښځو ته د هغوی برابر حق ورکول د اقتصاد، علم او د سياست. او له ښځو سره هم داسي درېدل لکه د زوی او ورور سره، چې تر څو موږ وکولی شو په ګډه خپله ټولنه پر مخ بوځو او د نړۍ سیاله یې کړو.

#PashtunCultureDay

23September2023.

(نصیر ستوری)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←