اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

د لایق زاده لایق په مړینه

انالله و اناالیه راجعون
30.10.2023 : د پښتو د ادب په اسمان ځلانده ستوری لیکوال, شاعر, ژورنالست څیړونکی, کیسه, ناول او ډرامه لیکونکی, وتلی ادیب لایق زاده لایق نن په 30.10.2023 نېټه په پېښور کښې له دې پاتې نړۍ​ له تل لپاره سترګې پټې کړې. د ارواښاد جنازه به نن د سوات په مدین کښې خاورو ته سپارل کېږي.

ارواښاد لایق زاده لایق د پښتني کولتور د سمسورتیا او بډاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هر اړخېزې هلې ځلې کړي دي, ګڼشمیر پڼډ پنډ کتابونه یې لیکلي​ دي چې له تاریخي پلوه ډیر لوې ارزښت لري.​
ارواښاد لایق زاده لایق خپل قلم د خپلې ټوټې ټوټې خاورې او ولس د سوکالۍ, ابادۍ او قامي وحدت لپاره کارولی دی او په ډېره زړورتېا یې د قامي مبارزې غږ اوچت کړی وو.
ارواښاد لایق زاده لایق لکه د نورو قامي مشرانو په څیر د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند #PSDP دمشرانو سره ډېرې نژدې اړیکې اوراشه درشه لرله.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ) د ارواښاد لایق زاده لایق بې وخته مړینه پښتون ملت ته ستر زیان بولي، د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي، دکورنۍ غړو, خپلوانو او ملګرو سره یې په دې دروند او نه جبران کېدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.
اروا یې ښاده او ېاد یې تل تازه
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
03.11.2023

http://pashtoonkhwa.com/?page=eng2&cnt=2486
#laiqzadalaiq

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←