اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

د نجونو ښوونځي

د نجونو د پوهنیزو مرکزونو د پرانستلو غوښتنه
د تا لېبا نو د واکمنېدو راایسې زمونږ د ټولنې له نیمایې زیات وګړو (ښځو) په زده کړو بندېز لګېدلی دی او دا لړۍ​ تر دې مه راورسیده چې د نجونو/ ښځو د لوړو زده کړو مخه هم ونیول شوه.

داخبره ټولو ته جوته ده ، چې تا لېبا ن ډېره کی (اکثریت) نژادي پښتانه دي، خو سیاسي پښتانه نه دي، نو ددوۍ هره نادوده او ناسمه کړنه سبا خلک په مونږ پورې تړلی شي او دا ځکه چې د پښتنو ضد او مخالفې ډلي او خلک به بیا دا دلیل راوړي، چې تا لېبا ن پښتانه ؤ، چې ددې مسئلې او موضوع پاکول (صفائې) بیا ډیره ګرانه ده.

د پښتنو ټولنیز ولسولېز ګوند د ااا له واکمنو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې, د ښځو په لومړنیو, منځنیو او لوړو زده کړو د بندېز پرېکړه دې بې له ځنډه بیرته واخلي.

که د تا لېبا نو کړنې (عملونه) داسې روانې وي، نودا ددې مانا لري, چې طالبان د کمر سر ته ځانونه پخپله برابروي او کندې ته به ځانونه پخپله ګذاروي.

( د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند)
#د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ
#LetAfganGirlsLearn
#د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ

15.07.2024

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←