اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

اسماعیل شاهد

اسماعیل شاهد: د پښتني کولتور ځلانده څېره او د خندا او هنر ژوندی تاریخ

کله چې د پښتو ډرامو، مزاحیې او کمېډۍ نوم واخیستل شي، نو د اسماعیل شاهد نوم تر ټولو مخکې ذهن ته راځي.

هغه له نیمې پېړۍ راهیسې د ټوکو ټکالو، طنز او فطري خندا له لارې د پښتنو زړونه ګټلي، او د ژوند ترخو شېبو کې یې خلکو ته موسکا ور بخښلې ده.

اسماعیل شاهد په ۱۹۵۵ کال د پښتونخوا د چارسدې په اتمانزو کلي کې زیږېدلی دی. لا د ښوونځي په کلونو کې یې له تمثیل سره مینه پیدا شوه، او همدا مینه وروسته په کاري(مسلکي) ژوند بدله شوه.

د سټېج، راډیو او ټلویزیون په ډګر کې یې تر ننه یې بدیل نه دی پیدا شوی.

هغه مهال چې پښتو ډرامه د اردو تر سیوري لاندې وه، اسماعیل شاهد و چې د سټېج له لارې د پښتني کولتور د هنر ارزښتناکه برخه بېرته راژوندی کړ.

ټلویزیوني ډرامو او د پېښور پی‌ټی‌وی لپاره یې سلګونه ډرامې جوړې کړې. که د سټېج، ټلویزیون او ټېلېفلمونو شمېر وشمېرو، نو دا شمېر زرګونو ته رسېږي.

اسماعیل شاهد د ښاغلي ولي والله ملکزي سره په یوه مرکه کې ویلي:
“ما تر اوسه خپله یوه ډرامه هم نه ده لیکلې، خو د ډېرو ډرامو مکالمې او صحنې مې بدلې کړي، او د ډایرېکټر په توګه مې هم کار کړی.”

د “ستړي مه شئ”، “جادوګر”، “دوه دوه پنځه” او “ملنګی” په څېر مشهورې ډرامې د ده د هنري ژوند مهمې بېلګې دي.

همدارنګه د “میم زرما” په نوم یوه بله ډرامه، چې اردو ته هم وژباړل شوه، هغه اثر و چې د پاکستان ولسمشر له‌خوا یې د غوره اداکار جایزه ترلاسه کړه.

اسماعیل شاهد دوه ودونه کړي، شپږ اولادونه لري (درې زامن او درې لوڼې)، ۲۳ لمسیان او درې کړوسي لري.

اسماعیل شاهد د پېښور د مرستیال کمشنر (DC) په دفتر کې ۲۷ کاله مامور پاتې شوی.

شاهد وايي:
“زه د خندا دا هنر یوه الهي ورکړه ګڼم. ما هېڅکله رسمي استاد نه درلود، خو د خپلو وختونو له تکړه هنرمندانو مې ډېر څه زده کړي.”

اسماعیل شاهد نه یوازې یو هنرمند، بلکې د ارادې، ژمنتیا او پښتني کولتور نه بېلېدونکي یوه ژوندي نښه او ژوندی تارېخ دی.
د پښتني کولتور دا ستوري ((اسماعیل)) دې تل ځلاند وي.
Ismail Shahid

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←