اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

د فرانکفورت د څانګې

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
- د فرانکفورت څانګه -

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د فرانکفورت څانګې غونډه د ۲۰۲۵ کال د اګست په لومړۍ نېټه په فرانکفورت ښار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د څانګې مشر الحاج اقبال لالا، عمومي منشي حاجي سید علي شاه، د کولتوري چارو مسؤل لطیف اپریدی، او د ګوند جنرل سیکرټري نصیر ستوری ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د هېواد او سیمې پر روانو سیاسي او ټولنیزو حالاتو، او د ګوند د تګلارې اړوند پر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړل او نظریات یې تبادله کړل.

همداراز، د ګوند د چارو د لا پرمختګ او سږکال د فرانکفورت په ښار کې د پښتنو د یووالي د ورځې د لمانځغونډې د جوړېدو پر څرنګوالي، او د ټولنیزو فعالیتونو د همغږۍ پر لارو چارو مشورې وشوې.

درنښت
نصیر ستوری

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←