اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

رسنیزه څرګندونه

رسنیزه څرګندونه (اعلامیه)

جرمني: 20.10.2025

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP، چې د پښتنو د ملي ازادۍ د عدم ‌تشدد د غورځنګ یوه برخه ده او لر و بر پښتانه پکې پر یو ټغر راټول شوي دي، د پښتنو د ملي رسالت د پوره کولو لپاره کار کوي او ځان د ټولو پښتنو ګډ کور او ملي سنګر ګڼي، پر افغانستان د پاکستان پوځي بریدونه، تېری او یرغل په کلکه غندي.

د پاکستان د پوځي بریدونو له امله د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته میشت پښتانه/افغانان زیانمن شوي او زیانمن کېږي.

موږ د هر ډول جګړې، تشدد، وینې تویولو او ورانکارۍ مخالف یو. د سولې، خبرو اترو، روغې جوړې او سیاسي هوکړې لاره مناسبه او یوازینۍ د حل لار ګڼو.

مونږ د افغانستان د دفاع وزیر ښاغلي محمد یعقوب مجاهد تر مشرۍ لاندې د هغه پلاوي هڅې، چې د اوربند او د جګړې د بندېدو لپاره یې کړي او کوي یې، ستايو او د افغانستان د پرمختګ لپاره یې نیک فال او ګټورې ګڼو.

موږ پوره باور لرو چې پښتون/افغان سوله ‌خوښه او امن‌ دوسته ملت دی، جنګ نه غواړي.

د نړۍ اوسنی تاریخي پړاو د ولسونو او قومونو ترمنځ د سولې او ورورولۍ په هڅو ولاړ دی. د جنګ، جګړې او دښمنۍ ځای سوله او ورورولي نیسي. واکمن بدلېږي، خو قومونه پاتې کېږي. د قومونو ترمنځ ورورولي او ښه ګاونډیتوب د نېکمرغۍ نښه ده.

نو پښتانه/افغانان غواړي چې د سیمې او نړۍ د نورو قومونو سره د خپلو ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ اوږه په اوږه ګامونه واخلي، او د ګډ ژوند د بېلابېلو بڼو په یوه بڼه کې، لکه د «آسین ټولنې» په څېر، په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

مونږ نړیوالو ته په ډاګه وایو چې د پښتون/افغان ملت د سیمه ایزو (علاقایي) او نړیوالو زبرځواکونو (قوتونو) سره نه تضاد لري او نه ټکر، د سیمه ایزو او نړیوالو قوتونو د مقابلې کولو څه طاقت نه لري. نو له همدې امله د پښتون/افغان ملت او سیمه‌ایزو او

نړیوالو قوتونو ترمنځ هیڅ ټکر نه شته.

د ډیورنډ کرښه چې په ډي فیکټو (de facto) بڼه شته، خو ډي جورې (de jure) نه ده، دواړو خواو ته یې پښتانه میشت دي چې ګډ تاریخ، ګډه ژبه، یوه وینه ، ګډ کولتور او جغرافیایي وحدت لري، دا کرغیړنه کرښه په عمل کې نه ده منلې؛ انګریزانو هم دا کرښه نړیواله پوله(باډر/ سرحد) نه، بلکې یوه اداري کرښه ګڼلې وه او پښتنو ته یې د ازاد تګ ‌راتګ اجازه ورکړې وه.

مونږ د پښتنو په لوی ټاټوبي کې د ټولو پښتنو بې له پاسپورته او بې له تپوسه او بندیزه د ازاد تګ ‌راتګ او ازادې سوداګرۍ (تجارت) غوښتنه کوو.

په پای کې، د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند یو ځل بیا د افغانستان ا سلامي ا ما ر ت له واکمنو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې پر نجونو د زده کړو لګول شوی بندیز بې له ځنډه لرې کړي او د هېوادوالو او د اوسنۍ زمانې (وخت) له غوښتنو او نړیوالو نورمونو سره سم، د هېواد او ولس د ملي ارزښتونو، سیاسي، اقتصادي، پوځي او ټولنیزو واقعیتونو پر بنسټ خپل سیاست او کړنلاره برابره کړي، او د کورني او بهرني مشروعیت ترلاسه کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

درنښت،

تاریخپوه علي خان محسود

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر

رسنیزه څرګندونه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←