د ډاکتر نحیب لویه جرګه
«د اجمل خټک سیاسي هلې ځلې»
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP مشر
د ډاکتر نجیب الله لویه جرګه او مونږ ته بلنه (516-544مخ)
https://pashtoonkhwa.com/files/books/pdf24_zusammengefugt_10082025.pdf
تاریخپوه ایډوکیټ علي خان مسید (محسود)
منلی او پیژندل شوی ژمن قامپرست (ملتپال) سیاستوال، تاریخپوه، څېړونکی او قانونپوه علي خان محسود (مسید)، د اجمل خټک د سیاسي هلو ځلو تر څنګ، په دې څېړنیز ارزښتناک کتاب کې د قامي خوځښت ټول اړخونه راسپړلي دي.
تر ډېره یې ، یې هغه پېښې دي چې پخپله ورسره مخ شوی او د خپلو سترګو لیدلی دي.
سره له دې چې تاریخپوه علي خان محسود، چې زه ورته کاکا وایم، د قامي ډګر زیات مبارزین پېژني، خو زه به یې د پښتون قام د ځوان نسل او راتلونکي لپاره یوه لنډه پېژندنه شریکه کړم:
پیاوړی لیکوال، څېړونکی، تاریخپوه او قامپال سیاستوال ایډوکیټ علي خان محسود (مسید) د ۱۹۴۹ کال د مې په لسمه نېټه د وزیرستان د شاهور تنګي په سیمه کې سترګې نړۍ ته پرانیستې. پلار یې قاضي امیرشاه “علي خان” نوم پرې کېښود.
نوموړي خپلې لومړنۍ زدهکړې د کلي په لومړني ښوونځي کې ، او لسم ټولګی یې د ټانک له دولتي عالي لېسې څخه پاس کړ. د لیسانس (B.A) سند یې له ګورنمنټ کالج ډېره اسماعیل خان څخه ترلاسه کړ، او هلته د ګومل سټوډنټ یونین جنرل سکرټري هم پاتې شوی دی.
د لیسانس B.A نه وروسته، د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي ( پولیټیکل ساینس) ته داخل شو.
د ماسټرۍ نه وروسته یې د خیبر لا کالج ((Law Collage ته لاره وموندله، او هلته یې د پښتون سټوډنټس فیډرشن PSF له لوري د یونین د صدارتي ټاکنو په ګټلو سره، د PSF مشر/ مهم غړی شو.
خو د وخت سیاسي حالاتو له امله، د ذوالفقار علي بهټو د حکومت په دوره کې، په جولای ۱۹۷۴ کې ونیول شو، او په پېښور او هریپور زندانونو کې بندي وساتل شو.
نوموړي د LL.B وروستی امتحان له زندانه ورکړ او بریالی شو. په مې ۱۹۷۵ کې له بنده خوشې شو.
د خوشې کېدو نه وروسته، حکومت غوښتل چې هغه د حیدراباد د سازش په کیس کې شامل کړي، خو دا ځل نوموړی د حکومت لاس ته ورنغی.
په سپتمبر ۱۹۷۵ کې د میرانشاه ـ خوست له لارې، لومړي لوګر، لال بند قلعه، بیا کابل ته لاړ.
په اپرېل ۱۹۷۶ کې د افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد له لارې جرمني ته مهاجر شو، او تر اوسه په جرمني کې مېشت دی.
په جرمني کې یې خپل سیاسي فعالیتونه بیا پيل کړل. د ۱۹۷۶ کال د جون په میاشت کې یې په فرانکفورت کې د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې بنسټ کېښود. وروسته، په ۱۹۸۱ کې د پښتون سوشیل ډیموکراټ ګوند (PSDP) بنسټ کېښودل شو، نو ښاغلی علي خان محسود د دې ګوند د مشر مرستیال (نائب صدر) په توګه وټاکل شو.
د ګوند مشر ډاکټر کبیر ستوری د ۲۰۰۶ کال د اپرېل په څلورمه نېټه ناڅاپي وفات شو، نو د ګوند د بنسټیزې سره سم علي خان محسود د ګوند سرپرست شو.
د ۲۰۱۰ کال د جون په ۲۹مه نېټه، د ګوند مرکزي څانګې نوې ټاکنې وشوې او نوموړی د PSDP ګوند مشر وټاکل شو.
د لیکوال چاپ شوي کتابونه:
۱. جرمنیان بیا یو شول ۲ -. له پیر روښانه تر باچا خانه پورې
۳. د اجمل خټک سیاسي هلې ځلې
دا کتاب «د اجمل خټک سیاسي هلې ځلې»، د پښتۍ سربېره ۶۹۷ مخونه لري، او وروستي ۲۸ مخونه یې پر تارېخي انځورونو ښکلي شوي دي.
له دې ارزښتناک او تاریخي اثر څخه، په لومړي پړاو کې د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند اړوند لیکنې او انځورونه راټول شول او PDF ته واړول شول.
ځکه چې نږدې ۷۰۰ مخونه PDF ته اړول ډېرکار غواړي، نو وخت په وخت به دا کار ترسره کېږي .
ستاسې د وخت او پاملرنې څخه مننه
درنښت
نصیر ستوری
Wesseling, Germany, 10. August. 2025
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
-
