اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

دجنازې او فاتحې خبرتیا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP بنسټ اېښودنکي او مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري میرمن، د نواباد د خان ارواښاد پیرمحمد خان لور

د بصیر ستوري، نصیر ستوري، امیر کروړ ستوري، نسیم ستوري او ایمل خان ستوري مور،

د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۵مه نېټه له هېواده لرې، په جرمني کې د دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

ټولو خپلوانو، دوستانو او خواخوږو ته په درناوي خبر ورکول کېږي چې په جرمني کې د ارواښادې د جنازې مراسم او همدارنګه د نارینه‌وو او ښځینه‌وو فاتحه

د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په 16مه نېټه، د سې شنبې په ورځ، پس له ماسپښېنه په 14:30 بجو،

په لاندې پته ترسره کېږي:

Event Palast

Max-Planck-Straße 9A

50354 Hürth

همدارنګه به په کونړ ولایت کې د ارواښادې د جنازې لمونځ د روان ۲۰۲۵ کال د ډسمبر د میاشتې په 18مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ پس له ماسپښینه ادا شي او وروسته به د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې په خپله هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

ستاسې دعاوې به د ارواښادې روح خوشحاله کړي.

15.Dezember 2025

د ډاکتر اشرف غني بابا د خواخوږۍ او غمرازۍ پیغام

افغان ولسمشر عزتمن ډاکتر محمد اشرف غني، د تلیفوني اړېکې له لارې له موږ سره زما د مور د مړینې له امله خپله ژوره خواخوږي شریکه کړه.

د خپلې مهربانۍ له مخې یې زما د ارواښادې مور بي‌بي لپاره د دعا لاسونه لپه کړل او د تسلیت په ویلو یې موږ ته ٍسکون او لوی ډاډ راکړ.

د دغه ستر انساني احساس او پېرزوینې له امله، د خپلې کورنۍ په استازیتوب له درانه ولسمشر اشرف غني بابا څخه نړۍ نړۍ مننه کوو.

لوی او ځواکمن څښتن دې ولسمشر بابا ته روغه سټه، اوږد عمر او لا زیات بریالیتوبونه ور په برخه کړي.

آمین

نصیر ستوری

12.Dezember 2025

مننه او کور ودانی

زه د خپلې کورنۍ په استازیتوب له ټولو قدرمنو دوستانو، ملګرو، خپلوانو، کلیوالو ، عزیزانو ، سیاسي او ټولنیزو ولسي او قامي مشرانو او دغه راز د خپلو ګوندي ملګرو ، ملتپاله ګوندونو غړو او مشرانو او د افغانستان پخوانیو او اوسنیو قدرمنو چارواکو څخه ، چې زموږ د مور په درون غم کې یې له موږ سره خپله خواخوږي او غمرازي شریکه کړه او جرمني او کونړ کې یې د جنازې او فاتحو په مراسمو کې ګډون وکړ، او همدارنګه هغو ملګرو ، خپلوانو او مشرانو، چې د تلیفون، برېښنالیکونو او فېسبوک له لارې یې موږ ته د تسلیت، ډاډ او خواخوږۍ پیغامونه راولېږل د زړه له کومې مننه کوم

ستاسو دا مینه او همدردي به زمونږ په زړونو کښې تلپاتې وي.

لوی خدای (ج) دې ستاسو دا اخلاص، زحمتونه او دعاوې په خپل دربار کې قبول کړي او تاسو ټولو ته دې لوې الله اجر درکړي.

په درنښت

نصیر ستوری

19.Dezember 2025

د ملي مشر منظور پشتین د غمشریکۍ پیغام

د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM بنسټګر او مشر، ښاغلي منظور احمد پشتین، د غږیز پیغام له لارې زما د ارواښادې مور بي بي، د مړینې له امله له موږ سره د زړه له تله خواخوږي او غمشریکي وکړه

زه د خپلې کورنۍ، خپلوانو او فکري ملګرو په استازولۍ له خپل دروند قامي او ټولمنلي مشر، ښاغلي منظور احمد پشتین د غمشرېکۍ او خواخوږۍ څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې موږ ته یې په دې سخته او دردمنه شېبه کې ډاډ، حوصله او سکون راوبخښه.

لوی رب دې اوږد عمر او روغه سټه ور په برخه کړي.

آمین

نصیر ستوری

29.Dezember 2025

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←