جرمنیان بیا یو شول
WIEDERVEREINGUNG DER DEUTSCHEN
جرمنیان بیا یو شول ( بیاځلې چاپ)
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP ) مشر قامپرست سیاستوال ، تاریخپوه ایډوکیټ علي خان محسود د خپل ارزښتمن اثر «جرمنیان بیا شول» ترڅنګ دوه نور تاریخي او څېړنیز کتابونه، «له پیر روښانه تر باچا خان پورې د پښتو ملي مبارزې ته کتنه» او «د اجمل خټک سیاسي هلې ځلې» هم لیکلي دي.
د «جرمنیان بیا شول» کتاب د جرمني د وېش، درد، مبارزې او د بیا یووالي د تاریخي بهیر ژوره څېړنه ده.
د ملتونو په تاریخ کې ځینې پېښې داسې وي چې د وخت او ځای تر پولو ورهاخوا نسلونو ته د پوهې، ویښتابه او پوهاوي مشعل روښانه کوي.
د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په ۱۹۴۹ کال کې جرمني د څلورو زبرځواکو له خوا په رسمي توګه دوو برخو ووېشل شو، خو دغه ستر ملت د څلوېښتو کلونو پرله پسې هڅو، مبارزو او قربانیو په پایله کې وتوانېد چې خپل ملي یووالی بیا لاس ته راوړي
د جرمنیانو د بیا یووالي دا تاریخي بېلګه د پښتون ملت لپاره یو زبردست الهام دی، ځکه چې پښتانه هم د ۱۸۹۳ کال د ډیورند کرښې له تپلو رااېسې ورته درد، وېش، بېلتون او نیمګړي ارمانونه تېر کړي، خو د یووالي هیله یې لا هم ژوندۍ ده.
له همدې امله د جرمنیانو بیا یو کېدل موږ ته یوازې یو تاریخي بحث نه دی، بلکې د ملي شعور، ګډ برخلیک او ټولنیز پوهاوي یو ژور درس راکوي.
موږ ویاړو چې دا ارزښتمن اثر «جرمنیان بیا شول» بیاځلې چاپېږي او لوستونکو ته رسېږي.
د دې کتاب بیاځلې د چاپ تر شا د ښاغلي همایون احمدزي سپېڅلې پښتنه مینه، ملي احساس، فرهنګي ژمنتیا او نه ستړې کېدونکې هڅه ولاړه ده.
ښاغلي احمدزي له لیکوال، ایډوکیټ علي خان محسود، څخه د چاپ رسمي اجازه ( چې د چاپ د حق له مخې ورکړل شوې او له دې لیکنې سره مل ده ) تر لاسه کړې او «جرمنیان بیا یو شول» یې په نوې بڼه کمپوز او د چاپ لپاره سمبال کړی دی.
زه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په استازیتوب له ښاغلي احمدزي مننه کوم او کورودانی ورته واېم.
دغه هڅه یې نه یوازې د ستاینې وړ ده، بلکې د ولس د ویښتابه او ملي شعور په لار کې یو ویاړمن خدمت دی.
باور لرم چې «جرمنیان بیا شول» د پښتنو د سیاسي، جغرافیوي او فکري تاریخ په کاروان کې یو اغېزمن او ارزښتمن ځای لري
درنښت
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرال سکرتري
وسلینګ، جرمني – ۸ دسمبر ۲۰۲۵
Nasir Stori
Marianne-Andreas-Weg 12
50389 Wesseling
Germany
Mobile: 00491621356202
د لیکوال یادښت
اووپرتال، جرمني – ۸ دسمبر ۲۰۲۵
زه د خپل کتاب «جرمنیان بیا شول» د بیا کمپوز، سمون، چاپ او خپرولو رسمي اجازه ،،چې د چاپ حق/کاپي رایټ له مخې ده،، په خوښۍ او مننې سره ښاغلي همایون احمدزي ته ورکوم.
ښاغلی احمدزی کولی شي چې «جرمنیان بیا یو شول» چاپ او خپور کړي او ګټه ترې واخلي. د کتاب لیکوال به تل زما نوم پاتې وي.
په درناوي
ایډوکیټ علي خان محسود
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر
Ali Khan Mahsood (Maseed)
Völklinger Platz 11
42285 Wuppertal
Germany
